Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

افغانان د امریکا له نوي منتخب ولسمشره څه غواړي؟

0
ډېری افغانان د امریکا له نوي منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ څخه غواړي چې، د طالبانو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه دې جدي پام وکړي.


د هرات ولایت اوسېدونکی دانش وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا احساس کوي، چې په هېواد کې د ښځو حقونه، ډیموکراسي او د بیان ازادي له ماتې سره مخامخ شوې ده.


هغه وايي: "له امریکا څخه د یو زبرځواک هېواد په توګه تمه کېږي چې پر افغانستان د لګول شويو محدودیتونه په لرې کولو کې پاملرنه وکړي. د نړیوالو سازمانونو مرستې دې د نړیوالو قوانینو له‌مخې وڅېړل شي او د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې په خپل هېواد کې دننه ازادي ولري. ځکه ډېری نجونې، خبریالان، د ټولنې فعاله وګړي هغه ازادي نه‌لري چې باید یې ولري."


ډونالډټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۶مه) د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو یوه ورځ وروسته د دې ټاکنو ګټونکی اعلان شو او منتخب ولسمشر شو.


خو د دیموکراټ ګوند کاندیدې کامالا هریس او د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ چې د سپینې ماڼۍ لپاره سیالي وکړه، هیڅ یوه یې د افغانستان لپاره کوم مشخص پلان وړاندې نه‌‌کړ.




د هرات ولایت اوسېدونکې مېرمن سالاري په‌‌‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو شلو کلونو کې امریکا د افغانستان په سیاست کې لاس درلود. موږ شاهد یو چې په افغانستان کې بشري حقونه نه مراعتیږي، د ښځو حقونه نقض دي، د بیان ازادي نه‌شته، ښځې له زده‌کړو بې‌‌برخې دي او دا په افغانستان کې د امریکا د سیاست پایله ده، تمه کېږي چې د امریکا نوی ولسمشر له نړیوالو سازمانونو سره خبرې وکړي، ځکه ډېری دغه سازمانونه د امریکا تر ولکې لاندې دي."




د کابل يوه اوسېدونکي چې نه‌‌‌يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي وايي، ځوانه لور يې له زده‌‌کړو بې‌برخې شوې او تمه لري، چې د افغانستان د وضعيت څرنګوالی بايد په نړیواله کچه هېر نه‌شي.


هغه وايي: "ډېرې ستونزې شته، ښځې کار نه‌‌شي کولای، ځوانان بې‌کاره دي، نجونې ښوونځيو ته نه‌‌شي تللی، زموږ ځوانان په قانوني او ناقانونه توګه تښتي، په سمندرونو کې ډوبېږي، د ځنګلي ځناورو خوراک کېږي. زه په افغانستان کې اوسېږم، لور مې ښوونځي ته نه‌‌ځي، دوی باید داسې څه وکړي چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي، ښځې کار وکړي او د غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیول شي."


که څه هم افغانان هیله‌‌من دي، چې د امریکا د راتلونکي حکومت تګ‌لارې به د افغانستان په برخلیک مثبت اغېز ولري، خو دا لا څرګنده نه‌ده چې د امریکا متحده‌‌ایالاتو نوی منتخب ولسمشر به د اسیا د دې زیانمنې برخې لپاره څه پالیسي ولري.




د بامیان ولایت یوې اوسېدونکې چې نه‌يې غوښتل نوم يې خپور شي، ازادي راډيو ته د امریکا له نوي منتخب ولسمشر څخه د خپلې غوښتنې په اړه داسې وویل: "افغانستان باید هېر نه‌شي، خپلې مرستې دې په شفافه او دقيق نظارت ولېږي. طالبانو ته باید قناعت ورکړي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي."


د طالبانو حکومت تل ویلي چې له نړۍ سره تعامل غواړي، خو د ښځو د زده‌کړو او کار د مسئلې په ګډون ډېری مسایل یې د افغانستان کورني مسایل ګڼلي او ویلي یې دي چې، په‌دې برخه کې فشارونه بې‌اغېزې دي.


خو یوشمېر افغانان په‌‌دې باور دي چې د افغانستان راتلونکی په نړیوالو سیاستونو او کورني بدلونونو پورې تړلې ده او د امریکا د ټولټاکنو پایلې او د هغه هېواد په سیاستونو کې بدلون د افغانستان پر روان وضعیت اغېز لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Тренер Медведева назвал Синнера и Алькараса самым большим вызовом для российского теннисиста






Песков отказался комментировать заявления США по авиакатастрофе вблизи Актау

В Московском регионе ввели «желтый» уровень погодной опасности из-за гололедицы

Школьник выпал из окна во время урока в Москве

Пострадавший от мошенников запустил салют в ТЦ города Шахты