Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

کرکټ؛ افغانستان بنګله‌دېش ته د ۲۳۵ منډو هدف ورکړ

0
د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د پیل شوې لومړۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه او افغان لوبډلې ۲۳۴ منډې وکړې.


دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې روانه ده، افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.


په‌دې سیالۍ کې د بنګله‌دېش توپ اچونکو په پیلیزو اورونو کې ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې ۵ افغان توپوهونکو وسوځول، خو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي او محمدنبي تر سلو منډو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې ۲۳۵ ته ورساوه.


محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمت‌الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.


افغانستان ونه‌کړای شول چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي، ټوله لوبډله یې په ۴۹.۳ اورونو کې وسوځېده.


د بنګله‌دېش په توپ اچونکو کې مستفیظ‌الرحمن او تسکین احمد څلورـ څلور افغان لوبغاړي وسوځول.


بنګله‌‌‌دېش به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Во Франции на теннисном турнире ATP показали флаг России






Посол РФ: США не случайно ввели санкции против NIS во время протестов в Сербии

Алексей Русских поздравил ульяновцев с Днем работника гражданской авиации

Дошколята и младшеклассники пробежали лыжные дистанции

Президент «Торино»: «С трансфером Илича в «Спартак» возникли некоторые трудности»