Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

پوتين: د امريکا له نوي منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو يو

0
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې مسکو د جمهوري غوښتونکو له منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو دی.


پوتین د تور سمندرګي په سوچي تفریحي ښارګوتي کې یوې نړیوالې غونډې ته تر وینا وروسته وویل: "زه غواړم له‌‌‌دې فرصت څخه په استفادې هغه ته د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړم."


ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې که ولسمشر شي نو ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو په‌‌دې اړه یې ډېر جزيات نه‌دي ورکړي.


پوتین وویل چې، دا څرګندونې د پاملرنې وړ دي او زیاته یې کړه که ټرمپ وغواړي چې اړیکې له سره ټینګې کړي، روسیه خبرو ته چمتو ده.


پوتین دا هم وویل، هغه د دې څخه متاثره شوی چې ټرمپ څرنګه د نومبر د ۵مې په ټاکنو کې د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس ته په پرېکنده توګه ماتې ورکړه او د جولای په میاشت کې د وژنې له هڅې وروسته لږ وخت کې یې ځان راټول کړ.


پوتین ټرمپ یو زړور کس وباله.


تر دې مخکې د کریملن ویاند دمیتري پسکوف پرون پنج‌‌شنبې وویل، دی دا نه‌شي ردولی چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ به مخکې له هغې چې نوموړی په جنوري میاشت کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خبرې ونه‌شي.


دا څرګندونې په‌‌داسې حال کې کېږي چې د نوامبر د پنځمې نېټې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې ټرمپ وګټل، د امریکا او روسیې د اړیکو موضوع ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Алекс Де Минор

Де Минор стал финалистом турнира в Роттердаме






«Обтрёпыш». Васильеву ответили на слова о «затрапезных и уродливых» русских

Мэр Москвы заявил, что пожар в здании Электрозавода локализован

Пожар на Электрозаводе в Москве ликвидировали, госпитализировали 5 человек

Посетители назвали здание Электрозавода «аварийным»