يواينايچسيار: سږ کال پاکستان کې له اووه زره ډېر افغان کډوال نيول شوي
يواينايچسيار ویلي، یوازې په اکتوبر میاشت کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان په هغه هېواد کې نیول شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي چې، د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تر ۷۶۱ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د UNHCR په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې هره میاشت په متوسط ډول ۲۳ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپور لهمخې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه له ۶۸۰۰ زیات کسان له پاکستان څخه په زور ایستل شوي او دغه بهیر د جولای د میاشتې راهیسې ورو شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳مه، د پاکستان ملي اپیکس کمېټې له دغه هېواد څخه له یو ميلیون نه د زیاتو بهرنیانو چې اکثره یې افغانان دي او قانوني اسناد نهلري، د ایستلو پلان تصویب کړ.
دغو بهرنیانو ته د تېرکال د نوامبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړل شوی و، چې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي کنه په زوره به وایستل شي.