Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

ډونالډټرمپ: موږ بايد خپلې پولې قوي او ځواکمنې کړو

0
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د پنج‌شنبې په ورځ این‌بي‌سي نیوز خبري چاینل ته وویل چې، سپینې ماڼۍ ته له رسېدو وروسته به د ده له لومړیتوبونو څخه یو د امریکا د پولو پیاوړتیا وي.


د NBC نیوز د راپور له‌‌مخې، ټرمپ په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل: "دا څرګنده ده چې موږ باید خپلې پولې قوي او ځواکمنې کړو."


ده یو ځل بیا د غیرقانوني کډوالو د ایستلو د پلان پر پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "دا د لګښت موضوع نه‌‌ده، رښتیا هم بله چاره نه‌‌شته."


د NBC نیوز د راپور پر اساس، ټرمپ د خپل بري یو دلیل د غیرقانوني کډوالو په اړه خپل پیغام وباله او د امریکا وګړو ته په اشارې یې وویل: "هغوی غواړي چې پوله ولري، هغوی غواړي خلک داخل شي، خو باید له هېواد سره د مینې په احساس او په قانوني ډول داخل شي."


د امریکا په متحدایالتونو کې د غیرقانوني کډوالو کره شمېر اعلان شوی نه‌‌‌دی خو رسنۍ د هغو شمېر تر یو میلیون ډېر اټکلوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Российская теннисистка Потапова пробилась в финал турнира WTA в Румынии






Большинство россиян этим летом проведут отпуск внутри страны

На пути к инновациям в медицине: интервью генерального директора сети клиник «Будь Здоров» на Radio Mediametrics

«Ждите гостей» с 12 февраля: за такую ванну заплатите за воду не по счётчику, а по нормативу — новые правила и штрафы

Заброшенные участки: кого могут лишить земли по новому закону