امستردام کې د فوټبال لوبه؛ د سيمې د ځوانانو او اسراييلي ملاتړو ترمنځ شخړه رامنځته شوې
د هالنډ پولیسو وویل چې پرون پنجشنبې یې د امستردام په مرکزي برخه کې د سیمې د ځوانانو او د اسراییلي ملاتړو ترمنځ چې د اروپا لیګ سیالیو کې د آژاکس امستردام ټیم په وړاندې د خپل ټیم د لوبې د لیدو لپاره ورغلي و، له شخړو وروسته ۵۷ کسان نیولي دي.
پولیسو وویل، د فوټبال ټیمونو مینهوال وروسته لهدې چې لوبه ۵ د صفر په مقابل کې د آژاکس ټیم وګټله، له کومې پېښې پرته له لوبغالي څخه وتلي وو، خو د شپې په جریان کې د ښار په مرکزي برخه کې د بېلابېلو نښتو راپور ورکړل شو.
لهدې مخکې، د مکابي تلابیب ټیم په وړاندې د فلسطین پلوه لاریون چې ټاکل شوې وه لوبغالي ته نږدې ترسره شي، هالنډي چارواکو په منځني ختیځ کې ډېرېدونکي کړکېچ ته په پام د امنیتي دلایلو له امله منع کړی و.
د هالنډ صدراعظم سخوف ویلي، دغو پېښو ډېر اندېښمن کړی او هغه یې "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" بللي دي.
د هغه په خبره نتنیاهو ته یې ویلي چې، عاملان به یې په نښه کوي او محاکمه کوي به یې.
د اسراییل د صدراعظم دفتر وویل، نتنیاهو سخوف ته وویل چې، دی د اسراییلي اتباعو په وړاندې له مخکې پلان شوی، یهودي ضد برید ډېر جدي بولي او غوښتنه کوي چې هالنډ دې د یهودي ټولنې لپاره امنیت لا ټینګ کړي.