ايلون ماسک په ملګروملتونو کې د ايران له سفير کتلي دي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د یوې ایرانۍ سرچینې په وینا راپور ورکړ چې، امریکایي میلیارډر ایلون ماسک د نومبر په یوولسمه په ملګروملتو کې د ایران له سفیر سره څه باندې یو ساعت په یوه پټ ځای کې لیدلي دي.
دې ایرانۍ سرچینې چې ورځپاڼې یې نوم نهدی اخیستی، دا خبرې مثبتې ارزولې دي.
تر اوسه واک ته د ټرمپ د لېږدېدو ټیم او په ملګروملتونو کې د ایران استازولۍ دا غونډه نهده تایید کړې.
د فرانس پریس اژانس په باور، که چېرته دا خبرې شوې وي، دا د دې څرګندونه کوي چې ډونالډټرمپ له ایران سره د ډیپلوماسۍ په برخه کې جدي دی او دا د ټرمپ په نوې اداره کې د ټسلا د شرکتونو او سپیس ایکس د څښتن ایلون ماسک د نفوذ بله نښه ده.