ټاکل شوې جوبايډن سبا د چين له ولسمشر سره وګوري
دا لیدنه کتنه پهداسې وخت کې ترسره کېږي چې پېکېنګ دې ته تیاری نیسي چې سپینې ماڼۍ ته بیا ډونالډ ټرمپ ستنیږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، د دواړو ولسمشرانو لیدنه کتنه به په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک د اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې وشي.
د انتخاباتي کمپاین پرمهال ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې وه چې، پر ټولو چینایي وارداتو به شپېته فیصده تعرفه ولګوي.