نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې په متحده عرب اماراتو کې د درېیو هېوادونو دغه لومړۍ مسابقه به نن د کابل پر وخت د سهار پر لسو بجو پیل شي.
د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه درې اړخیزه لوبلړۍکې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ متحده عرب امارات هم برخه لري او دغه لوبلړۍ د راتلونکي اسیا جام ته چې هغه به هم د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په متحده عرب اماراتو کېږي، چمتووالی دی."
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتلولي ګټلې وه.