Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

ضمير کابلوف له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

0
د طالبانو او پاکستان د لفظي ناندریو په لړ کې روسي او پاکستاني چارواکو پر افغانستان خبرې وکړې.




د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارواکو او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد پر اړیکو خبرې کړې او د یوه سوله‌ییز او سوکاله افغانستان لپاره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل چې کابلوف د پنج‌شنبې په ورځ اسلام‌‌‌اباد ته په یو ورځني سفر تللی و.


وړاندې لیکل شوي، چې کابلوف د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالانو امنې بلوچ او احمد نسیم رایچ سره کتلي دي.


د دواړو لورو ترمنځ د خبرو په اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.


په همدې حال کې په جرمني کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحاق اتمر اسلام ته د کابلوف د سفر د هدف په اړه وايي: "د افغانستان شاوخوا هېوادونه په نسبي ډول د افغانستان د وضعیت، د ترورېزم د مسئلې، د مخدره موادو د مسئلې، د وسلو د قاچاق او د ټروريزم د مسئلې په اړه اندېښمن دي. دا هم کېدای شي د روسیې او پاکستان ترمنځ یو مشترک ټکی وي، چې کېدای شي په‌‌‌دې مسئله کې د پاکستان له‌‌خوا تماس نیول شوی وي."




اسلام‌‌اباد ته د کابلوف له سفر سره جوخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته خپله غوښتنه تکرار کړه.


د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنج‌شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبان باید د هغو ډلو او اشخاصو پر خلاف چې د هغې په وینا په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري، پرېکنده اقدام وکړي.




د پاکستاني رسنیو په وینا مېرمن بلوچ دا هم ویلي چې، طالبان باید د پاکستان صبر ونه ازمويي.


تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.


پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټن‌ځایونه لري، خو پر افغانستان واکمنو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ وویل، اسلام‌اباد باید د پاکستان د ستونزو حل په خپل هېواد کې دننه ولټوي.


فطرت زیاته کړې وه، چې د طالبانو حکومت به هېچا ته اجازه ورنه‌‌‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.


تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌‌دی پېژندلی، خو پاکستان او روسیه د هغو څو هېوادونو په ډله کې دي چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.




مسکو له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او کابلوف په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې څو ځلې کابل ته سفرونه کړي دي.


روسیه په عین حال کې د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربنه هم وه.


د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د روان کال په تلې/ میزان میاشت کې د روسیې، ایران، پاکستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او طالبانو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.


د مسکو فارمټ د غونډې په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې وه، چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ مخه ونیسي، د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Александр Зверев и Хольгер Руне сыграют на турнире ATP-500 в Рио-де-Жанейро






«ТОП 15 LIKE FM» – смотри, что нравится на МУЗ-ТВ

Travel-эксперт Тариел Гажиенко: как повлияет экологическая катастрофа в Черном море на туристический сезон

СЕНСАЦИОННАЯ ДОРАБОТКА РАКЕТЫ "ОРЕШНИК"! ВИДЕО: СЕНСАЦИЯ! "Z" и "Аз" НЕЙРО ОРУДИЕ В НЛП СВО. В.В. Путин, Д.Ф. Трамп, НОВОСТИ. Россия, США, Европа могут улучшить отношения и здоровье общества?!

ВИДЕО! Доклад написан: ДОКАЗАНО ПРОГРАММНОЕ УСТРОЙСТВО МИРА НА КАРТЕ МИРА! НАУКЕ ВЕКАМИ ВЫВОДЯТ РЕЗУЛЬТАТЫ. ЧИТАЙТЕ! Россия, США, Европа могут улучшить отношения и здоровье общества?!