Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

لبنان کې د اسراييلو د يو بريد په پايله کې د مدني-دفاعي مرکز ۱۲ کارکوونکي وژل شوي

0
د لبنان د روغتیایي او د ژغورنې د چارواکو په وینا د بعلبک ښار په ختیځه برخه کې پر مدني دفاعي مرکز د اسراییل په یوه هوایي برید کې د دې مرکز د ژغورنې لږ تر لږه دولس کارکونکي وژل شوي دي.


تر دې برید څو ساعته مخکې د سوریې دولتي رسنۍ وویل چې، پر پلازمېنه دمشق او شاوخوا سیمو یې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.


د لبنان د بېړنیو چارو ادارې په یوه بیان کې وویل، ژغورونکو پرون پنج‌شنبې تر ماښام ناوخته پورې هڅې کولې چې خپل نور همکاران چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې بند دي، راوباسي.


په دغه برید کې د ياد مدني دفاعي چارو د مرکز د درې کارکونکو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.


د اسراییل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څرګندونې نه‌دي کړي.


د لبنان روغتیا وزارت دغه برید غندلی او هغه یې د دې هېواد پر دولتي روغتیایي مرکز یو وحشیانه برید بللی دی.


د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې تر دې برید مخکې د سوریې دولتي رسنۍ وویل، اسراییل د سوریې د پلازمېنې دمشق په لوېدیځ کې پر مزه او د مشق په څنډه کې پر قدسیه سیمو لږ تر لږه دوه هوایي بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Мирра Андреева триумфально побеждает чемпионку Уимблдона на турнире в США






Выставка «1775 год. Триумф Екатерины. Публичное и личное» откроется 14 марта

Овчинский: В Лосиноостровском районе появятся пять ЖК по реновации

Родившийся в Воронеже легендарный Дукалис отмечает 64-й день рождения

Быстрая репатриация в Израиль с Адвокатской Коллегией «Эли (Илья) Гервиц»