پکتيا کې د اعدام وروستۍ پېښې ته غبرګونونه او اندېښنې په ډېرېدو دي؛ عينيشاهدان څهوايي؟
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د حکومت لهخوا په عام محضر کې د یو کس اعدام ته د غبرګونونو په دوام، د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر وايي دا ډول اعدامونه د مجازاتو یو ظالمانه او غیر انساني بڼه ده.
د یاد دفتر ویاند جیریمي لاورینس د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) په یوه ویډیو کې چې د دې سازمان پر وېبپاڼه خپره شوې د اعدام له سزا سره د مخالفت په څرګندولو ویلي، دا د ژوند کولو له بنستیز حق سره په ټکر کې دي او د بېګناه خلکو د اعدامولو د نهمنلو وړ خطر زیاتوي.
نوموړي زیاته کړې: "په عام محضر کې اعدامونه د ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي چلند یا مجازاتو بڼه لري. دا ډول اعدامونه په خپلسري ډول او د ژوند له حق سره په ټکر کې دي، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق لهمخې چې افغانستان یې غړی دی، خوندي شوي دي."
ښاغلي لاورینس دغهشان پر طالبانو غږ کړی چې په سمدستي ډول د نورو اعدامونو مخه ونیسي او د اعدام سزا د کارولو مخنیوي لپاره په چټکۍ سره عمل وکړي.
جیریمي لاورینس د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک په حواله د طالبانو لهخوا په بېلابېلو تورونو د یوشمېر کسانو فزیکي مجازاتو ته په اشارې سره ویلي، ښاغلی ترک په عام محضر کې د جسمي مجازاتو د کارولو له امله سخت اندېښمن دی او جسمي مجازات د بشري حقونو د نړیوال قانون لهمخې د شکنجې او بد چلند د مخنیوي څخه ښکاره سرغړونه ده.
دا اندېښنې او څرګندونې وروسته له هغه دي چې د طالبانو حکومت سترې محکمې د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي لوبغالي کې یې پر یو کس چې نوم یې محمد ایاس اسد ښودلی، د قتل په جرم د دوی په وینا د "قصاص" حکم عملي شو.
دا په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسره په عام محضر کې د دوی لهخوا د اعدام شپږم مورد و.
د دې اعدام یو عیني شاهد چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، که څه هم د خلکو تر منځ یوه ویره خپره وه، خو بیا هم په زرګونه خلک ورغلي وو.
دغه کس وويل: "ډېر د ویرې حالت و، خو بیا هم بیروبار ډېر زیات و او په زرګونه کسان راغلي وو، د اسلامي امارت لوړپوري کسان هم موجود وو. قاتل باندې درې ډزې وشوې او د عکس او ویډیو اجازه یې چاته نه ورکوله."
د بشري حقونو یوشمېر فعالان په عام محضر کې د اعدام او نورو جسمي مجازاتو تطبیقول د بشري حقونو خلاف عمل بولي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو د یوه سازمان مسوولې او په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانې مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل: "له بدهمرغه دا د بشري حقونو ضد عمل دی او دا چې طالبان دې پرېکړې ته څنګه رسیږي او تورن څومره د خپل دفاع حق لري پهدې اړه هیڅ رونټیا شتون نهلري. طالبان د دې ظالمانه مجازاتو تطبیق ډېری د خلکو د ډارولو لپاره د یوه نندارۍ او سرکس په توګه کاروي."
تر دې مخکې د په جینوا کې د ملګروملتونو دفتر، د بشري حقونو د څار سازمان، په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت او د دې هېواد د بشري حقونو لپاره د یاد سازمان ځانګړی راپور ورکوونکي، ریچارد بېنيټ هم په تېرو ورځو کې په پکتیا ولایت کې د طالبانو دا پرېکړه غندلې وه او له دوی څخه یې د دې ډول سزاوو د درولو غوښتنه کړې وه.