Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

د ميدان وردګ بڼوال: د مڼو حاصلات مو ترلاسه کړي، خو بازار نه‌لري

0
د میدان وردګو ولایت د مڼو بڼوال د بازار د نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.


دوی وايي، سږکال یې د مڼو ښه حاصل ترلاسه کړی، خو د اقتصادي مشکلاتو او نړیوالو بازارونو ته د لاس‌رسي نشتوالي له امله یې محصولاتو ته هیڅ بازار نه‌دی پیدا شوی.




بڼوال شکایت کوي چې خلک د پیسو نشتوالي له کبله مڼې نه‌اخلي او د طالبانو د واکمنۍ وروسته، نړیوال مارکېټونه تړل شوي، چې د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو لپاره یې لویه ستونزه جوړه کړې ده.


د میدان وردګو ولایت یو باغوان حاجي رازمحمد چې په‌‌دې سیمه کې باغونه لري، وايي: "سږکال مې ډېر ښه حاصل ترلاسه کړی و، خو بازار نه‌شته. مڼې په باغونو کې خرابيږي، ځکه خلک مڼې نه‌اخلي."


هغه زیاتوي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، نړیوال بازارونه تړل شوي دي او د محصولاتو صادراتو ته کومه لار نه‌‌شته.


حاجي نورمحمد په‌‌دې اړه وویل: "موږ هیله لرو چې حکومت نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لاره پیدا کړي. که دا مشکل حل نه‌شي، ډېر بزګران به له اقتصادي ستونزو سره مخ شي او ډېر محصولاتو به بې‌‌ځایه خراب شي."




د بزګرانو په وینا، د خلکو د اقتصادي حالت خرابوالی او د پیسو نشتوالی یې بل عمده دلیل دی چې بازار ته د مڼو غوښتنه کمه شوې ده.




دوی دغه‌راز وايي، د ځوانانو د بې‌کارۍ له امله ډېر کسان نورو هېوادونو ته مهاجرت کوي، چې د دې ولایت اقتصاد ته زیان رسوي.


بل پلو د کرني ریاست مسوولین وايي، د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره، دوی هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره نړیوال بازارونه ومومي.


د دوی په وینا، که نړیوال بازارونه پرانيستل شي او د افغانستان محصولات لکه مڼې په نړیوالو مارکېټونو کې ځای پیدا کړي، نو دې کار به د بزګرانو د ژوندانه شرایطو ته پراختیا ورکړي او د بې‌کارۍ ستونزه هم کم کړي.


د میدان وردګو د کرنې په ریاست کې د کرنیزو چارو امر محمد ظاهري په‌‌‌دې اړه وویل: "موږ پوهېږو چې بزګران د مڼو د خرڅلاو او بازار د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. موږ هڅه کوو چې په‌‌‌دې برخه کې ځینې حل‌لارې پیدا کړو. موږ د بزګرانو لپاره د روزګار فرصتونه برابروو، خو نړیوال بازارونو ته د محصولاتو د رسولو لپاره نورې هڅې ته اړتیا ده."




د میدان وردګو بزګران او کرنیز چارواکي په‌‌دې باور دي چې، د مڼو بازار نشتوالی، د اقتصادي ستونزو زیاتوالی او د نړیوالو مارکېټونو بندېدل د دوی په ژوندانه کې لویې ستونزې رامنځته کړې دي.


بزګران وايي، د دې مشکلاتو د حل لپاره، حکومت ته اړتیا ده چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لاره پیدا کړي، د بزګرانو د روزګار فرصتونه زیات کړي او د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره هم پلانونه ولري، تر څو چې دغه ستونزې حل نه‌شي، د بزګرانو لپاره به د محصولاتو خرابېدل او بې‌کاري دوام ولري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина провела первую тренировку в Абу-Даби. Видео






Бастрыкин затребовал доклад по делу об отравлении детей в отеле в Москве

Электробусы вышли на маршрут №394

В Белоруссии три человека погибли в результате взрыва кислородного баллона

Стало известно о намерении Raven Russia обжаловать передачу складов Росимуществу