هندوستان په شل اوریزو سیالیو کې سویلي افریقا ته ۲۸۳ منډې هدف ورکړ
پهدې سیالۍ کې یوازې یو هندی توپوهونکی وسوځېد، خو تیلک ورما او سنجو سمسون په روانې لوبلړۍ کې د دویم ځل لپاره سلیزې ووهلې، ورما په ۱۲۰ منډو او سمسون په ۱۰۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.
تر دې وړاندې د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې سنجو سمسون ۱۰۷ منډې کړې وې، خو تیلک ورما بیا په درېیمې سیالۍ کې په ۱۰۷ منډو ناسوځېدلی پاتې و.
د دې لوبلړۍ دوه سیالۍ هندوستان او یوه سویلي افریقا ګټلې ده او څرګنده به شي چې په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا کولای شي ورکړل شوی هدف پوره کړي یا نه.