Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

یوه بنسټ د ټولو ماشومانو لپاره له پولیو څخه د یوې خلاصې نړۍ غوښتنه کړې

0
له ګوزڼ یا پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ نن چهارشنبې د نومبر ۲۰مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو لپاره له پولیو څخه د یوې خلاصې نړۍ غوښتنه کړې ده.


دغه بنسټ په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې دغه هیله داسې مهال څرګندوي چې په افغانستان کې روان میلادي کال د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی.


په افغانستان کې یوازې پولیو نه، بلکې ډېرې نورې د درملنې وړ ناروغۍ هم د ماشومانو ژوند ګواښي.


پر دې سربېره، یو زیات شمېر ماشومان له خوارځواکۍ او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.


په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو سختو شرایطو له امله چې کورنۍ له یوه ځای نه بل ځای ته کډه کولو اړې شوي، دې چارې تر ټولو زیات ماشومان اغېزمن کړي دي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یا "سیف د چلډرن" د یکشنبې په ورځ وویل، یوازې د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸زرو ډېر خلک چې نیمايي یې ماشومان دي، له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او نورو سیموته کډه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Медведев оставил ироничную надпись на камере на турнире ATP в Индиан-Уэллсе






Тарпищев назвал условие, при котором «Спартак» может выиграть РПЛ

Срочный номер: за год спрос на посуточную аренду жилья вырос в 1,5 раза

Признала вину и вышла замуж: новые подробности дела Александры Митрошиной

Сийярто назвал невозможной архитектуру безопасности Европы без России