Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

په کییف کې د امریکا سفارت په موقتي توګه وتړل شو؛ اغېزې به يې څه‌وي؟

0
د دغه سفارت په اعلامیه کې چې نن چهارشنبه (۳۰ غبرګولی) خپره شوه ویل شوي چې، دغه اقدام د لوی هوايي برید د احتمال له امله شوی.


په کییف کې د امریکا سفارت په‌‌دې اعلامیه کې وړاندي ویلي، د هوايي برید د خبرداري په صورت کې يې په دغه ښار کې خپلو کارکوونکو او امریکايي اتباعو ته لارښوونه کړې چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي او سفارت به د احتیاط په توګه تړلی وي.




د اسوشیتید پریس د راپور له‌‌‌مخې دا احتیاطي ګام وروسته له هغه پورته شو چې روسي چارواکو د ولسمشر جوبایډن هغه پرېکړې ته د ځواب ورکولو ژمنه وکړه چې، اوکراین ته اجازه ورکوي څو د متحدایالاتو له‌خوا په ورکړل شویو توغندیو د روسیې په خاوره کې اهداف په نښه کړي.


په کیف کې د امریکا سفارت په‌دې اړه نور جزیات نه‌‌‌دي ورکړي.


خو ورته وخت کې اوکرایني چارواکو د پلازمېنې کییف په ګډون د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د روسیې د بې‌‌‌پیلوټه الوتکو د پراخو بریدونو خبرداری ورکړی دی.


د امریکا سفارت دغه پیغام وروسته له هغه څرګند کړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د نومبر په ۱۹مه د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې په ۱۰۰۰مه ورځ د خپلو اټومي وسلو په اړه بیا کتل شوي دوکتورین لاسلیک کړل.


د روسیې دا تازه شوې اټومي کړنلاره د دې هېواد ځواکونو ته اجازه ورکوي چې، د روسیې پر خاورې د اټومي وسلو لرونکي هېواد په ملاتړ د برید په صورت کې د دې وسلو کارول په نظر کې ونیسي.




د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو بریدونو سره مخامخ دی.


د اسوشیتید پریس خبري اژانس د امریکا د متحدایالتونو د سفارت په حواله ویلي، د سفارت د موقتي بندېدو پرېکړه، پر کییف د روسیې د توغندیو او ډرون بریدونو د دوام په شرایطو کې صادره شوې او دوی تمه لري چې ژر به بېرته په منظمه توګه کار پیل کړي.


لوېدیځ او اوکرایني چارواکي وايي، روسیه د اوږد واټن ویشتونکي ځواکمن توغندي زېرمه کوي، چې احتمالاً د ژمي په را رسېدو سره د اوکراین د برېښنا شبکې د د ورانولو لپاره به یې وکاروي.


د امریکا د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ پوځي شنونکي وايي، د واشنګټن په اند تمه نه‌کېږي چې په جګړه کې به د امریکا له‌خوا جوړ شوي توغندي د لوبې بدلونکي وي، خو کولی شي د روسیې د جګړې هڅې کمزورې کړي.




د روسيې او اوکراین ترمنځ په روانه جګړه کې دا نوې څپه وروسته له هغې راپورته شوه چې پرون د روسیې خبري اژانس "آربي‌کې" د اوکراین د اردو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې، کییف د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاوره کې د برید لپاره اټکمز راکټونه کارولي چې، د اوکراین په جنوب لوېدیځ بریانسک سیمه کې د کراچف ښار سیمې یې په نښه کړي.


پر اوکراین د روسیې یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوی، پر یوې اوږدې جګړې بدل شوی چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Блинкова проигала 143-й ракетке мира во втором круге турнира WTA в Клуж-Напоке






Ушел из жизни народный артист СССР Олег Стриженов

«Ждите гостей» с 12 февраля: за такую ванну заплатите за воду не по счётчику, а по нормативу — новые правила и штрафы

Пенсии в России: кто получает меньше всех, а кому повезло больше

В Красноярске два ТЦ загрязняли воздух в жилой застройке