Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

سبا يک‌شنبه د آی‌پي‌ایل سیالیو بولي پيليږي

0
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا آی‌پي‌ایل سیالیو د اتلسم پړاو بولي سبا یک‌شنبه د نومبر په ۲۴مه نېټه پیليږي.


د هندي کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په لومړي ځل غواړي چې، د بولۍ مراسم د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې ترسره کړي.


رپوټونه لیکي، دغه مراسم به د نومبر په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه د دوو ورځو لپاره ترسره شي.


په‌‌دې بولۍ کې ۵۷۴ هندي او بهرني لوبغاړي وړاندې کېږي، چې له ډلې یې اتلس افغان لوبغاړي دي.


د آی‌پي‌ایل لس لوبډلې به د یادو لوبغاړو له ډلې ۷۰ بهرني او ۱۳۴ هندي لوبغاړي وپېري.


راشدخان یوازینی افغان لوبغاړی دی، چې د ګجرات ټایټنز لوبډلې له بولۍ وړاندې ځان سره د ۱۸ کروړه هندي روپیو په بدل کې وساته.


د افغانستان په اتلسو لوبغاړو کې عظمت‌الله عمرزی، نوراحمد، مجیب‌‌‌الرحمن، رحمن‌الله ګربز، نوین‌‌الحق، محمدنبي، فریدون داودزی، فضل‌‌حق فاروقي، ګلبدین نایب، الله محمد غضنفر، وقار سلام‌خېل، ظاهرخان، نجیب ځدراڼ، صدیق اتل، قیس احمد، کریم جنت او ننګیالی خروټی شامل دي.


د ویلو ده چې د آی‌پي‌ایل په سیالیو کې په لومړي ځل په ۲۰۱۷ ز کال کې لومړني افغان لوبغاړی راشدخان وپېرل شو، چې له هغې وروسته په هر پړاو کې نږدې ۶ افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبېدلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Роттердам (ATP). 1-й круг. Хуркач борется с Коболли, Медведев сыграет с Вавринкой, Циципас – с Майо






Нелегальную платную парковку ликвидировали в районе Перово

Большинство россиян считают работу в научной сфере привлекательной для себя

Алексей Цыденов включен в состав президиума Госсовета России

Утверждена документация на строительство нового спортивно-оздоровительного комплекса в Люблине