هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ
هندوستان چې د خپلې دوهمې پاڼۍ لوبه تر ۴۸۷ منډو وروسته ونه غځوله، اسټرالیا ته یې د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ.
په دوهمې پاڼۍ کې د هند لپاره یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي پوره ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا په ټېسټ کرکټ کې د ویرات کولي ۳۰مه سلیزه وه.
د اسټرالیا توپوهونکي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۰۴ منډو سوځېدلي وو او په دوهمې پاڼۍ کې یې ۱۲ منډې جوړې کړې دي او درې مخکښ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
د دې لوبې لا هم دوه نورې ورځې پاتې دي.
په پلان کې ده چې هندوستان په دې سفر کې له اسټرالیا سره پنځه ټېسټ لوبې ترسره کړي.