Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

بېلابېلو معترضو غورځنګونو د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه

0
د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین سبا د نومبر په ۲۵مه پیلېږي.


د افغان مېرمنو بېلابېلو اعتراضي غورځنګونو د اعلامیو په خپرولو او د اعتراضونو په جوړولو سره واردمخه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی پر وړاندې نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین کې برخه اخیستې ده.


دا کمپاین د نومبر له ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې څخه پیل او د ډسمبر تر لسمې چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، دوام کوي.


د افغان مېرمنو د سیاسي مشارکت شبکې د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۲۴مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې اېادي راډیو ته یې لېږلی ويلي، دغه ۱۶ ورځنی کمپاین یو فرصت دی چې د افغان مېرمنو غږ د نړۍ، ملګرو ملتونو سازمان او اړونده ادارو تر غوږونو ورسېږي.




یادې شبکې زیاته کړې چې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو وضعیت خورا کړکېچن دی.


په ورته وخت کې په کابل کې د فانوس په نوم د ښځو د ازادۍ غورځنګ هم د همدې ورځې په مناسبت د اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې، د هاګ په نړیواله محکمه کې د طالبانو د محاکمې، د افغان ښځو له مبارزاتو څخه د نړیوال ملاتړ، د زده‌کړې، کار او ازادۍ په ګډون د افغان مېرمنو د بنسټیزو حقونو د راګرځولو لپاره پر طالبانو د فشارونو او د افغان کډوالو لپاره د یوه ملاتړي میکانیزم د جوړولو غوښتنې مطرح کړي.


د دې غورځنګ مسوولې اژر ازادې افغان مېرمنو لپاره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی پر وړاندې د نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین د ارزښت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ دا ۱۶ ورځنی کمپاین کولای شي د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د ټولو شته ننګونه لپاره یو مثبت ځواب وي او د مېرمنو پر وړاندې د بې عدالتۍ او ظلم د له منځه وړلو لامل کېدای شي."


دغه شان د افغانستان د معترضو مېرمنو د خودجوشه غورځنګ غړو هم په بېلابېلو اعتراضي کلپونو کې د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې او په دې کمپاین کې یې برخه اخیستې ده.


یاد غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې رسنیو ازادي راډیو ته یې لېږلې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په مناسبت له ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او اړوندو ارګانونو څخه غوښتي چې په دې برخه کې لا زيات عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.


د افغان معترضو مېرمنو دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته افغان مېرمنې له زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز مشارکته راوګرځولې.


یو شمېر افغان نجونې وايي، نړیواله ټولنه باید دې ورځې ته په کتو سره پر طالبانو فشارونه زیات کړي څو دوی خپل بنسټيز حقونه بېرته ترلاسه کړي.




یوه له دوی څخه هریوا چې له زده‌کړو بې برخې شوې، وايي: "نړیوالې ټولنې ته څنګه چې په کار ده پر طالبانو یې فشار نه دی راوستی څو مېرمنو ته خپل حقونه ورکړي، له نړیوالې ټولنې څخه زما هیله دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي او هغوی مجبوره کړي چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي."


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د نومبر په ۲۱مه په خپله ویب‌پاڼه لیکلي وو، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني فعالیت کمپاین، یو نړیوال کمپاین دی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو د یوې مهمې مسئلې په توګه په ډاګه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Шнайдер вышла во второй круг турнира WTA в Аделаиде, обыграв Синякову






Шестиклассница погибла, катаясь на угнанном мотобуксировщике под Архангельском

В МВД России рассказали о двух мошеннических схемах через Госуслуги

Зимняя жизнь бобров: что они делают в холода

«Подхожу к нему справа». Макару нужен слуховой аппарат за 550 тыс. рублей