Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

راپورونه: اسراييل او لبنان د اوربند د هوکړې په درشل کې دي

0
د اکسیوس وېب‌‌پاڼې په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د قوس ۵مه) يې خپور کړی، د دوو لوړ پوړو اسراییلي او دوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې، اسراییل او لبنان د اوربند د هوکړې په درشل کې دي.


د اکسیوس په وینا، د اوربند د موافقې په مسوده کې د امریکا په مشرۍ د څارنې کمېټه شامله ده چې د اوربند د تطبیق څارنه کوي او سرغړونې به په ګوته کوي.


د اکسیوس په وینا، واشنګټن موافقه کړې چې اسراییلو ته دا تضمین ورکړي چې متحدایالات به د لبنان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په وړاندې د اسراییلو د پوځي اقدام او پولې ته نږدې د حزب‌‌‌الله د نوي پوځي حضور پر وړاندې اقداماتو ملاتړ وکړي.


حزب‌‌الله د متحدایالاتو له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوی او اروپایي اتحادیې يې يوازې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.


حزب‌‌‌الله یوه سیاسي او نظامي ډله ده چې، سیاسي برخه یې د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.


د دې هوکړې د مسودې له‌‌‌مخې، د اسراییلو پوځي اقدام باید له امریکا سره تر مشورې وروسته ترسره شي په هغه صورت کې چې د لبنان پوځ له دغه ګواښ سره مقابله ونه‌‌‌کړي.


د لبنان، اسراییلو او امریکا چارواکو د اکسیوس راپور ته تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Анна Блинкова вышла во второй круг турнира WTA-250 в Клуж-Напоке, обыграв Соррибес-Тормо






Новый развлекательный центр «Галактика» открыт в Очаково-Матвеевском

" В России есть вера": священник-ассириец из США переехал на Дон

Shot: У актера «Звезды пленительного счастья» Стриженова случился инфаркт мозга

Чирлидерши из Чехова примут участие в чемпионате и первенстве по чир спорту