Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

افغان خبريالان: ډونالډ تړمپ دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لغوه کړي

0

په اروپا او شمالي امریکا کې جلاوطني افغان خبريالان د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ تړمپ څخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د لغوه کولو غوښتنه کوي.

په اروپا او شمالي امریکا کې جلاوطنو افغان خبریالانو په یوه اعلامیه کې د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې شوې هوکړه لغوه کړي او په دې ه کوکړه کې دخیل کسان نړیوالو جزایي محکمو ته راکاږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې تړون لغوه کول، چې د دوی په ټکو، په افغانستان، سیمه او نړۍ کې یې د ترهګریزو ډلو د ودې لپاره اسانتیا برابره کړې، کولی شي په افغانستان کې د یو پراخ، ولسواکه او ټولشموله حکومت د جوړېدو زمینه برابره کړي.

دغو جلاوطنو خبریالانو ټینګار کړی چې واشنګټن باید پر طالبانو فشار راولي چې د یو ولسواکه او پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته ژمن شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې رسنۍ او د بیان آزادي په جدي توګه ځپل شوي او سانسور شوي او په دې هېواد کې د خبریالانو د تاوتریخوالي، شکنجې او وژنې سلګونه پېښې ثبت شوې دي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان آزادۍ او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دی.

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په هرات کې یوې ښځینه خبریالې چې د موضوع د حساسیت له امله یې خپل او رسنۍ نوم له ښودلو ډډه کوله ازادي راډیو ته يې وویل: "کله چې موږ د راپور لپاره ساحې ته ځو، زما کورنۍ اندېښنه لري، د امنیت احساس نه کوي، اندېښمن دي چې زموږ لور نن راپور ته وتلې ده، داسې نه چې د امربالمعروف کسان راشي او هغه یوسي. د نندارتونونو جوړونکي ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې ګډون وکړي، ډېرې اندېښنې لري چې هسې نه له هغوی سره قانوني چلند وشي، ډېرې ستونزې شته."

امېد پاییز په کابل کې د یوې تلوېزیوني شبکې خبریال و، خو د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړه، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " د ۲۰۲۱م کال د اګست د ۱۵مې نېټې وروسته، خبریالان له اقتصادي، امنیتي، روحي او رواني ستونزو او زیاتېدونکي فقر سره لاس او ګرېوان دي. له بده مرغه د افغانستان د ۳۰۰ څخه د زیاتو سمعي او بصري رسنیو له تړلو وروسته هغه خبریالان چې د کورنۍ نفقه یې ګټله، بېکاره شول او غیرقانوني سفرونو او سختو کارونو ته یې مخه کړه."

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې ډونالډ ټرمپ، د امریکا منتخب ولسمشر، د دې هېواد د جمهوري ریاست په ټاکنیزو مناظرو کې ويلي وو چې د دوحې تړون د لاسلیک کېدو څو میاشتې وروسته د ده د ادارې له‌خوا فسخ شوی، ځکه د ده په وینا، طالبانو دا تړون نه و عملي کړی.

یاد تړون د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې په قطر کې د ډونالډ ټرمپ د لومړنۍ ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.

د طالبانو چارواکو تل هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دوی د دوحې تړون نه دی مراعات کړی.

د دې تړون له مخې، امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل او ټاکل شوې وه چې دا تړون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي، څو افغانان خپله د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

له دې دوه ورځې وړاندې، ښځینه معترضینو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو د فعالینو یوې ډلې هم په یوه سرخلاصي‌لیک کې له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو چې له طالبانو سره د امریکا د دوحې د سولې تړون لغوه کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Александр Зверев и Хольгер Руне сыграют на турнире ATP-500 в Рио-де-Жанейро






Французская Oxan Energy построит в Эстонии плавучую ВЭС

Радио Romantika – 14 лет в эфире

Путин: Санкции США подрывают мощь доллара и вредят их экономике

Промышленникам столицы стал доступен курс МТШ по реверс-инжинирингу