کرکټ؛ نن د افغانستان او پاکستان د نولسکلنو ځوانانو لوبډلو ترمنځ پایلوبه کېږي
افغانستان پهدې درې اړخیزو سیالیو کې درې سیالۍ وګټلې او یوه یې وبایلله، پاکستان هم درې وګټلې او یوه وبایلله.
له بلې خوا د هند د غوره لیګ یا آیپيایل لپاره د لوبغاړو د مزایده په دوام کې پرون درې نور افغان لوبغاړي؛ الله محمد غضنفر، فضلحق فاروقي او عظمتالله عمرزی واخیستل شول.
عمرزی په ۲ کروړه او ۴۰ لکه هندي روپیو د پنجاب کینګز لوبډلې، غضنفر مومبي انډیزنز لوبډلې په ۴ کروړه او ۸۰ لکه او فاروقي په دوه کروړه روپیو راجستان رایلز لوبډلې واخیست.
تر دې یوه ورځ وړاندې رحمنالله ګوربز د کلکتهنایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکینګز لوبډلو له لوري اخیستل شوي وو.
راشدخان بیا له وړاندې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.
د ویلو ده چې د آیپيايل د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي دي، خو تر دې دمه ۸ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.