پوليسو اسلاماباد کې د ۱۹ افغانانو په ګډون د شاوخوا ۱۰۰۰مظاهرهچيانو د نيونې خبر ورکړی
لاریون کونکو د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې له زندان څخه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوله.
د اسلاماباد د پولیسو مشر سید علي ناصر رضوي یوې خبري غونډې ته وویل، په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شویو ۹۵۴ اعتراض کوونکو کې ۱۹ افغانان هم شامل دي.
دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلويانو د عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه لاریون پیل کړ، اسلاماباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډي چوک) ته يې ځان ورساوه.
د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول.
پولیسو په هغه ځای کې د مظاهرهچیانو پر ضد اوښکی بهونکی ګاز هم وکاراوه او هغوی یې تیت و پرک کړل.
رضوي وویل چې، پولیسو د شپې په عملیاتو کې له وژونکیو وسلو کار نهدی اخیستی.
د عمران خان تحريک انصاف ګوند د نومبر په ۲۷مه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وويل، دوی خپل لاریون په مظاهرو کې د لږ تر لږه شپږ کسانو له وژل کېدو وروسته وځنډاوه.
په وژل شویو کې څلور امنيتي سرتیري او دوه مظاهره کوونکي شامل دی.
د پيټيآی وياند شيخ وقاص اکرم د احتجاج د ځنډولو پخلی کړی دی او پهدې برخه کې یې حکومت په وحشت تورن کړی دی.
د تحریک انصاف ګوند چارواکو وویل چې، د خان مېرمن بشرا بي بي او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور، چې د خان مهم ملګری دی د امنیتي ځواکونو له ځپلو وروسته له اسلاماباد څخه خیبرپښتونخوا ایالت ته خوندي راستانه شوي دي.
نقوي د شپې ناوخته د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کې په اسلاماباد کې خبریالانو ته وویل، لاریون کونکي چې ځینې یې په لرګیو او ګولیو سمبال وو، د نومبر په ۲۶مه نېټه پلازمېنې ته د پاکستاني پوځ له استولو وروسته په بریالیتوب سره تیت شول.
هغه اعلان وکړ چې ښوونځي به د نومبر په ۲۷مه بیا پرانيستل شي او ټولې لارې به پاکې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی نن د نومبر ۲۷مه په اسلاماباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که افغان وګړي په اسلاماباد کې اوسېدل غواړي، نو د دسمبر د ۳۱ تاریخ نه وروسته باید د مرستیال کمېشنر(Deputy Commissioner Office) له دفتره د (NOC) یا هغه سند چې دوی ته هلته د پاتې کېدو اجازه ورکوي، ولري.
۷۲ کلن عمران خان چې پخوانی کرکیټر او د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، له یوه کال راهیسې په زندان کې دی او له ۱۵۰ ډېرو جرمي قضیو سره مخامخ دی.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وايي، د نوموړي زنداني کېدل د سیاسي انګېزو له کبله دي.
بلخوا د بښنې نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنېشنل) د نومبر پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت نیوکې کړي چې، د مظاهرهچيانو په وړاندې يې له زور زیاتي کار اخیستی.
دې سازمان ويلي دي چې، مظاهرې د هر چا "حق" دی او باید حکومت له تاوتريخوالي او تشدد څخه "ډډه" وکړي.