Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

د اوکراين د انرژۍ پر تاسيساتو د روسيې بريدونه؛ يو ميليون خلک له برېښنا بې‌برخې شوي

0
روسیې یو ځل بیا د اوکراین د انرژۍ تاسیسات د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي.


د اوکرایني چارواکو په خبره، په‌‌دې بریدونو کې د پلازمېنې کییف په ګډون په خارکییف او اودیسا کې د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.


د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن ګالوش چینکو نن (د نوامبر ۲۸مه) پر ټولنیز رسنیو ویلي: "یو ځل بیا د اوکراین د انرژۍ تاسیسات، د دښمن تر برید لاندې دي."


د هغه په خبره، دې بریدونو د برېښنا ملي شبکه اړ کړې چې، د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګه معرفي کړي.




د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګې چې په بېړني ډول ښارونو ته برېښنا ورکوي، له‌‌دې وړاندې په کییف، اودیسا، دنیپرو او دونیتسک کې فعالې شوې وې.


د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دا بریدونه په‌‌داسې حال کې دي، چې په‌‌دې هېواد کې د تودوخې درجه صفر سانتي ګراد ته راښکته شوې ده.


په اوکراین کې د برېښنا بېړنی کمی لا د مخه موجود و.


اوکرایني چارواکو څه موده مخکې خبرداری ورکړی و، روسیه د ژمي په اوږدو کې د برېښنا د انرژۍ پر تاسیساتو د همغږو بریدونو د ترسره کولو لپاره کروز او بالستیک توغندي ځای پر ځای کوي.


پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، روسیه په هر ژمي کې د دې هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.


دا په روانه میاشت کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې دویم برید دی.




د راپورنو پر بنسټ، په لوویف ښار کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان له برېښنا بې‌‌برخې شوي دي.


رویترز خبري اژانس بیا ویلي، دې بریدونو څه باندې یو میلیون کسان بې برېښنا کړي دي.


د ملګروملتونو یوې لوړ پوړې چارواکې روزمیري ډي کارلو خبرداری ورکړی، که چېرته د مسکو له‌خوا د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه دوام وکړي، دا روان ژمی به د اوکراین او روسیې په نژدې درې کلنه جګړه کې تر ټولو سخت ژمی وي.


بل پلو، د اوکراین پوځ نن پر ټلېګرام چینل په یو پیغام کې په ټول اوکراین کې د هوايي او توغندیزو بریدونو خبرداری ورکړی دی.


په خارکییف کې چارواکو ویلي، د دې ښار په شمال ختيځ کې درې بریدونه شوي، خو په لوتسک کې بیا چارواکو ویلي، هلته د چادونو غږونه اورېدل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Самсонова одержала победу в первом круге турнира WTA в Аделаиде






Специальную экспозицию подготовят в Музее героизма

ВТБ объявил о завершении перевода отделений банка «Открытие» под свой бренд

70% россиян назвали заботу о здоровье главным приоритетом 2025 года

Соревнование по очистке мандаринов одной полоской прошло в Москве