Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

د روغتيا نړيوال کلستر: د اکتوبر مياشت کې د تنفسي او شري ناروغيو له امله تر ۲۱۰ ډېر افغانان مړه شوي

0
د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا نړیوال کلستر وايي، د اکتوبر په میاشت کې افغانستان کې تر ۲۱۰ ډېر کسان د شدیدو تنفسي ناروغیو او شري له امله مړه شوي دي.


یادو سازمانونو د پنج‌شنبې په ورځ (د نوامبر په ۲۸مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې، په ټولیز ډول افغانستان کې د سینه‌و‌بغل په ګډون د شدیدو تنفسي انتاناتو (ARI) يو لک، ۹ زره او ۹۰۳ پېښې او ۱۹۶ مړینې ثبت شوي.




په راپور کې زیاته شوې چې دا شمېرې د سپتمبر میاشتې په پرتله ۴۳.۷سلنه زیاتوالی ښيي، کوم چې لا دمخه یې ۳۵.۵سلنه زیاتوالی درلود.


د روغتیا نړیوال کلستر او ډبلیو‌ايچ‌او د راپور له‌مخې، د شدیدو تنفسي ناروغیو ۶۴سلنه (۷۰،۰۹۱) پېښې او ۱۵۱ مړینې له پنځو کلونو کم‌‌عمر ماشومانو کې وې.


په یاد راپور کې دغه‌شان ویل شوي چې، د روان کال په اکتوبر میاشت کې، د شري ۳۹۰۴ نوې شکمنې پېښې او ۱۵ مړینې راپور شوي، چې د سپتمبر میاشتې په پرتله د پېښو په شمېر کې ۱۷.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.


د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی عرفان‌‌الله چې ماشوم یې د شري ناروغۍ له امله مړ شوی، ازادي راډيو ته وویل: "تڼاکې یې پیدا کړې وې، شدیده تبه یې هم درلوده، ماشوم تقریبا درې نیم، څلور کلن و. دولتي روغتون او شخصي ډاکترانو ته مو هم یووړ. ۱۵ ورځې ناروغي یې تېره کړه بیا ومړ."




په ورته وخت کې د لوګر ولایت یوه اوسېدونکې چې نه‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل چې، ماشوم یې دوه میاشتې وړاندې سینه‌و‌بغل ناروغۍ باندې اخته شوی و، چې روغتیايي اسانتیاو ته د نه لاس‌رسي له امله ومړ.




هغې زیاته کړه: "سینه‌و‌بغل شو، په لومړیو کې یې لږ لږ تبه درلوده، ډاکتر ته مې یووړ، په دولتي روغتون کې سم درمل نه‌شته او شخصي روغتون ته د وړو توان مې نه درلود، همدا و چې په درې څلور ورځو کې مې بچی له لاسه ورکړ، سخته ورته خپه یم، دا نور واړه مې هم ټول ناروغ دي او راته پراته دي."


د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا نړیوال کلستر په راپور کې د شدیدو تنفسي انتاناتو او سینه‌و‌بغل د پېښو او مړینې شمېر د زیاتوالي لامل د ژمي موسم پیل او د هوا سړېدل بلل شوي او خبرداری ورکړل شوی چې، په راتلونکې میاشتو کې به لا زیات شي.


یوشمېر ډاکتران وايي سخته یخني، د هوا ککړتیا او ماشومانو لپاره د منظم واکسین او مناسبې تغذیې نشتوالی د دې ناروغیو اصلي لاملونه دي.


د ماشومانو برخې متخصص ډاکټر مجیب‌‌الرحمن مومند په ژمي کې د دې ناروغۍ د مخنیوي او د لا زیات پرمختګ د کنترول د لارو چارو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ماشومان ټول واکسینونه باید بشپړ کړئ، د ژمي په موسم کې تل ماشومانو ته مو ګرم مایعات ورکړئ، زموږ په ټولنه کې د تنفسي ناروغیو د انتقال یو لامل په یوې کوټه کې د لوی شمېر کورنیو اوسېدل دي چې، باید د دې کوټې د هوا په بدلولو کې پاملرنه وشي. ماشومان باید ګرم وساتل شي او د ناروغۍ پر مهال یې خپل‌سري درمل ونه‌کارول شي او باید تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته یووړل شي."




د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم سږ کال په ماشومانو کې د شري یا سرخکان ناروغي د زیاتوالي په اړه خبر ورکړی.


د یاد وزارت ویاند شرافت زمان د (لړم په ۱۳مه) ویلي و چې، سږ کال په ماشومانو کې د سرخکان شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

تر دې مخکې هم د روغتیا نړیوال سازمان په روان کال کې د شري او شدیدو تنفسي ناروغیو په پېښو کې د زیاتوالي په اړه راپورونه ورکړي و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Самсонова одержала победу в первом круге турнира WTA в Аделаиде






Паллиативный врач дала рекомендации как гулять с малоподвижными пациентами

Более тысячи проектов реализовано ЦОДД в 2024 году

Пожилая женщина в аэропорту Владикавказа случайно уехала в багажный отсек

Автомобилистов предупредили о дождях на трассе М-4 «Дон»