Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

له اوربند وروسته اسراييل د حزب‌الله پر ځينو اهدافو بريدونه کړي

0
د اسراییل پوځ د پنج‌شنبې په ورځ (د قوس ۹مه) وویل چې، د دې هېواد جنګي الوتکو د حزب‌الله د فعالیتونو له کشف وروسته د لبنان په جنوب کې د توغندیو د زېرمتون پر یوه مرکز برید وکړ.


دا د اوربند له نافذېدو وروسته د اسراییل لومړنی هوايي برید دی.


متحده‌ایالات حزب‌الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپایي اتحادیې یوازې د دې ډلې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.


د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌‌‌مخې، د اسراییل په هوايي برید کې د مرګ‌‌‌ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه‌‌‌دي ویل شوي.


په همدې حال کې، د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له‌‌‌مخې، د لبنان د بیساریه ښاروالې نازیه عید، ویلي چې برید د دې ښارګوټي په یوه سیمه کې شوی دی.


نوموړي زیاته کړه چې برید په یوه ځنګلي سیمه کې شوی چې د هغې په وینا عام خلک هلته نه‌ځي.


د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ له خونړیو جګړو وروسته، د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۷مه اوربند نافذ شو.


د اوربند له پیل سره سم، د اسراییل پوځ د لبنان د جنوب اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې، خپلو کورونو ته دې بېرته نه ستنېږي.




حزب‌الله یوه وسله‌واله ډله او همدارنګه یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري.


د حزب‌الله سیاسي استازي د لبنان په پارلمان کې غړیتوب لري.


د اسوشیټیډ پریس د راپور له‌‌مخې، د پنج‌شنبې په ورځ چې د اوربند دوهمه ورځ وه، د لبنان دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې د اسراییل په ډزو د مرکبا په سیمه کې، چې د دوو هېوادونو پولو ته نژدې ده، ملکي کسان په نښه شوي دي.


راپورونه وايي، په‌‌‌‌دې برید کې دوه کسان ټپیان شوي دي.




اسراییل ویلي، په درې نورو سیمو کې یې، چې پولو ته نژدې دي، د توپ ډزې کړي دي.


د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، یوشمېر شکمن کسان په وسایطو کې د لبنان جنوب ځینو سیمو ته رسېدلي او د اوربند شرایط یې مات کړي دي.


په بیان کې ویل شوي چې، اسراییلي ځواکونو پرې ډزې کړي دي.


د لبنان د عامې روغتیا وزارت د پنج‌شنبې په ورځ وویل، په تېر یو کال کې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ په جګړو کې ۳۹۶۱ کسان وژل شوي او ۱۶۵۲۰ نور ټپیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Евгений Кафельников

Теннисист-чемпион Кафельников несерьезно отнесся к успехам хоккеиста Овечкина






ГД рассмотрит в феврале проект об ОГЭ по русскому и математике в 5 субъектах РФ

Климатолог предрек Москве бесснежные зимы

Британца на пять суток арестовали в Москве за мат на улице

В Метрогородке запустят новый благотворительный проект для поддержки особенных детей