Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

سوريه کې د ايران د سپاه‌پاسداران يو جګپوړی قوماندان وژل شوی

0
د ایران د سپاه‌پاسداران وايي، په سوریه کې یې یو مهم پوځي سلاکار وژل شوی دی.


دغه ځواک پرون (پنج‌شنبې) وویل چې کیومرث پورهاشمي، چې حاجي هاشم مشهور و، د چهارشنبې په ورځ د "تکفیري ترهګرو" له لوري ووژل شو.


له تکفیري ترهګرو څخه د سپاه‌‌‌پاسداران منظور تحریرالشام ډله ده.


د سپاه‌‌‌پاسداران د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، پورهاشمي د "د بي بي زینب د زیارت" له مدافعانو څخه و او پوځي رتبه يې برید جنرالي وه.


راپورونه وايي چې، دا جګپوړی ایرانی قوماندان په حلب کې د بشار اسد د مخالفې ډلې، تحریرالشام، له لوري وژل شوی دی.


رویټرز خبري اژانس د پوځ او تحریرالشام د سرچینو په حواله ویلي، دې ډلې د چهارشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د پوځ پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او دا له څو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې دوی د څو سیمو په نیولو بریالي شوي.


امریکا په ۲۰۱۸ کال کې دا ډله د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړه او د نړۍ ډېری نور هېوادونه هم تحریرالشام ترهګره ډله ګڼي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Прямая трансляция матчей Рыбакиной и Путинцевой на турнире в Дохе






Источник 360.ru: два человека съели пирожки со ртутью и попали в больницу

Помог убить 37 человек и вякает. Террорист Яндиев строчит жалобы на колонию

В виртуальный «Подорожник» петербуржцев добавят льготные проездные

Как на МЦД: на Ярославском направлении впервые замечены новые поезда