Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

طالبان: دوو مياشتو کې له ايرانه نيمروز ته د شاوخوا سل افغان کډوالو جسدونه لېږدول شوي

0
په نیمروز ولایت کې، سیمه‌‌‌ییز طالب چارواکي وايي، په دوو میاشتو کې د شاوخوا سلو افغان کډوالو جسدونه له ایران څخه دغه ولایت ته لېږدول شوي.


په ایران کې یو افغان کډوال چې د خپلې کورنۍ د ۹ غړو د مړینې په ویر ناست دی.




هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌غواړي نوم او اصلي غږ یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې، د تلې په ۹مه د شپې شاوخوا ۱۲نیمې بجې د کورنۍ ۳۰ غړي یې غوښتل په غیر قانوني ډول ایران ته دننه شي، چې موټر یې د ایران پوله‌‌‌ساتو د ډزو او تعقیبولو وروسته، له کاڼو ډک باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.


د ده په ټکو په‌‌دې پېښه کې د کورنۍ ۹ غړي یې چې ۳ یې ماشومان دي مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي.


هغه زیاته کړه: "کله چې دوی له افغانستان څخه ایران ته روان وو، زموږ د کورنۍ ۳۰ غړي و، د سیستان او بلوچستان سیمې ته ورسېدل، په لاره کې د دوی موټر له یوه درانه موټر سره ټکر وکړ، موږ ۱۲ ټپیان او ۹ شهیدان لرو، شهیدان ټول زما د کورنۍ غړي دي، ماما، کاکا او ورور مې شهیدانو کې دي."


هغه زياته کړه، ټپيان او مړي یې د سروان سيمې زاهدان روغتون ته ولېږدول او د ټپيانو تر درملنې او د قانوني مراحلو له تېرولو وروسته يې جسدونه نيمروز ولايت ته انتقال کړل، چې له هغه ځايه بیا فارياب ولايت کې خاورو ته وسپارل شول.


په فاریاب ولایت کې هم یوشمېر سرچینې د ۹ کسانو مړینه او د ۱۲ کسانو ټپي کېدل تاییدوي.


ټپيانو او وژل شویو ته نږدې یو کس چې ده هم نه‌‌غوښتل د ورته لامل له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "دا بې‌‌‌وزله خلک و چې د ډوډۍ نه درلودلو له امله ایران ته ولاړ او هلته دا پېښه وشوه، نهه تنه یې زموږ د کورنۍ غړي دي، اووه یا اته کسان ټپیان شوي، ځینې یې ښه دي، ځینې یې نه، یوشمېر یې په ایران کې پاتې دي، دوی له ښار څخه لرې دي، هیڅ شی نه‌لري او وضعیت یې خراب دی."




یوې بلې افغان کورنۍ چې نه‌یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو سره یې په خبرو کې ادعا وکړه چې، د کورنۍ غړي یې د ایران د پوله‌‌ساتو له‌خوا په ډزو کې وژل شوي دي.


دا په‌‌داسې حال کې ده چې په نیمروز کې د طالبانو حکومت د والي مرستیال سید سلیمان آغا بهیر ویلي چې، په تېرو دوو میاشتو کې د شاوخوا سلو افغان کډوالو جسدونه له ایران څخه نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.


ښاغلي بهیر سیمه‌‌‌ییزو رسنیو ته ویلي، په ځینو ورځو کې له ایران څخه نیمروز ته ان د پنځو افغان کډوالو جسدونه هم راځي.


دا راپورونه په ایران کې د افغانانو د اعدام او د هغو افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني پوله‌‌ساتو ځواکونو له مرګونو اقداماتو وروسته خپرېږي، چې غوښتل یې له غیر قانوني لارو ایران ته دننه شي.




د ایران د بشري حقونو سازمان د نومبر په څلورمه اعلان کړی و چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ پراخه شوې او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په ایران کې ۹۰ افغانان اعدام شوي دي.


هم‌‌‌مهاله په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د ایراني سرحدي ځواکونو له‌‌‌خوا پر افغان کډوالو د ډزو په اړه هم ګڼ‌شمېر راپورونه خپاره شوي دي.


د بشري حقونو سازمان حال‎وش د اکتوبر په ۱۴مه راپور ورکړی و، چې د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سیمه کې د ۳۰۰ افغان کډوالو په یوې ډله باندې ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته دننه شي چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.


هغه څه چې د طالبانو حکومت د لومړیو څېړنو وروسته تایید، خو د ایران حکومت یې ردوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко — о смерти Кольцова: «Поняла, что мне не нужен психолог, я справлюсь сама»






Светлый праздник, или Рождественский концерт состоится в стенах ДК «Коммунарка»

Philips 24B2G5301 и Philips 27B2G5601 - минимум негативного воздействия на окружающую среду

В Москве женщина выиграла миллион рублей в конкурсе по очистке мандаринов

Прокуратура Севастополя решила поставить точку в эпопее по реставрации драмтеатра имени Луначарского