Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

د ايران د اټومي پروګرام په اړه د درې اروپايي هېوادونو خبرې اترې؛ پايلې به يې څه‌وي؟

0
د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو د خبرو اترو په درشل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پر پایلو بې‌باوري څرګنده کړه.


ټاکل شوې ده چې ایران او اروپایي قدرتونه نن (جمعه، د نوومبر ۲۹ مه) د دونالد‌‌‌ټرمپ د بیا ولسمشر کېدو له نېټې مخکې، چې تر دوو میاشتو لږه موده ورته پاتې ده، د اټومي مذاکراتو لړۍ بیا پیل کړي.


دا غونډه، چې په اړه یې ډېر لږ معلومات خپاره شوي دي، ټاکل شوې ده د سویس په جینوا ښار کې وشي، خو دواړو خواو د دې کتنې د دقیق ځای او د هغې د مودې په اړه جزیات نه‌دي ورکړي.




د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي، به د جمعې د ورځې په خبرو اترو کې د تهران استازیتوب وکړي او د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال کاظم غریب‌‌ا‌بادي، به هم په‌‌‌دې غونډه کې ګډون وکړي، چې د اروپايي ټولنې له‌‌‌‌خوا په استازیتوب له انریکه مورا سره خبرې وکړي.


ښاغلي مورا پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په خپل لومړي ملاقات کې یې په صراحت ایران ته ویلي چې، د روسیې پوځي ملاتړ باید ودرول شي.


هغه دغه‌‌‌‌راز د سیمه‌‌‌ییزو تاوتریخوالو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه چې د هغه په وینا ډیپلوماتیک حل لري، داسې مسایل وبلل چې له ایراني چارواکو سره یې مطرح کړي دي.




دا غونډه په‌‌‌داسې حال کې ترسره کېږي چې، که څه هم اسراییل او د حزب‌الله ډله له میاشتو‌میاشتو جګړې وروسته د اوربند موافقې ته رسېدلي دي، د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی دی.


د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د پنج‌شنبې په ورځ وویل، وروسته له هغه چې د ایران استازي عراقچي خبرداری ورکړ، که لوېدیځ بیا بندیزونه ولګول، ایران ښايي د اټومي وسلو د پراختیا بندیز پای ته ورسوي.


هغه زیاته کړه چې، اسراییل به د اټومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره د ایران د مخنیوي په خاطر هر هغه کار وکړي چې پکار وي.


دا مذاکرات په‌‌‌داسې حال کې ترسره کېږي چې، ډونالډ‌‌‌ټرمپ به د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه رسماً په سپینه ماڼۍ کې د چارو واګې ترلاسه کړي.


هغه د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ایران پر وړاندې د "اعظمي فشار" تګ‌لاره خپله کړه، خو لا روښانه نه‌‌‌ده چې په دوهمه دوره کې به هم همدا تګ‌لاره تعقیب کړي که‌نه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Паула Бадоса одолела Кори Гауфф в четвертьфинале Открытого чемпионата Австралии.






Путин посетил Музей истории МГУ в преддверии Татьяниного дня

Смогут ли США конкурировать с Россией и Катаром на ...

Топ-менеджера "Банка НБС" поместили под стражу за кражу из ячейки клиентки ₽180 млн, но в самом банке утверждают, что он ничего не крал

Рейд по выявлению пьяных водителей пройдет в Москве