د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب پرون د لیندۍ په نهمه نېټه د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي اندریو مک کوبري سره په دوحه کې وکتل.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو د افغانستان د روانو سیاسي، امنیتي او بشري مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د دې خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی نو ځکه ډېری هېوادونه د ځانګړو استازو له لارې له افغانستان سره خپلې چارې تنظیموي.