Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

په خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته دواړو خواوو بیا نښتې کړي

0
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د تازه شخړو له کبله د ۱۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.


په کورمه کې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط نن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر میاشتې له ۲۱ مې راهیسې په فرقوي شخړو کې د وژل شویو شمېر ۱۲۴ ته ورسېد. 


په کورمه کې چارواکي وايي، لا هم په ځینو ساحو کې ډزې کېږي چې د درولو هڅې يې رواني دي.


د نومبر پر ۲۱مه له شیعه مېشتې ساحې پاړه چناره پېښور ته د مسافرو پر موټرو د وسله والو په برید کې ۴۵ شیعه او ۴ سنیان ووژل شول.


د دې برید په سبا په سني مېشتې بګن سیمه کې وسله والو د خلکو پر کورونو او دوکانونو بریدونه وکړل او اور يې ورته کړ.


که څه اوس د دواړو خواوو ترمنځ د حکومت په منځګړیتوب اوربند شوی، خو په سیمه کې چارواکي د خیبرپښتونخوا له حکومته غواړي چې د کورمې د مسلې د هوارۍ لپاره دې جدي اقدامات وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Карен Хачанов: «Если сыновья захотят играть теннис, то как я могу не помочь?»






Сотрудники школ и детсадов Домодедова ежегодно проходят профилактический осмотр

«Дюплекс» по-русски: в Театре Сатиры прошла премьера спектакля «Старушка в подарок»

АСИ представило Атлас сервисно-инфраструктурных решений для комплексного развития опорных населенных пунктов

В Зябликово пройдут мероприятия в честь Масленицы