Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د هواپېژندنې ادارې په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو اټکل کړی

0
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت د اټکل له‌‌مخې نن یکشنبه د افغانستان په اتو ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو اټکل شوی دی.


دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندز، پنجشېر، بغلان، پروان، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې د واورې، سختو اورښتونو، متوسطې تالندې برېښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی دی.


په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.


په‌همدې حال کې د هواپېژندنې ادارې د روانې لیندۍ میاشتې د ۱۱ او ۱۳مې نېټې ترمنځ د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو اټکل کوي.


د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ایکس‌‌پاڼه په یو بیان کې ویلي چې، د هېواد د هواپېژندنې ادارې د اټکل له‌‌‌مخې د شمال، پنج او آمو په سیندیزو حوزو کې د نسبتا سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.


د اټکل له‌‌‌مخې د سمنګان، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندونو کې د بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله به د اوبو کچه لوړه شي.


د اوبو او انرژۍ وزارت د کوزنیو سیمو له اوسېدونکو غوښتي دي چې، د سېلونو او د اوبو د کچې د لوړېدو په صورت کې دې د سیندونو غاړو ته نه نژدې کېږي او د لوړو سیمو له اوسېدونکو څخه یې غوښتي دي چې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو پر مهال دې د کوزو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Янник Синнер

Первая ракетка мира Янник Синнер завел YouTube-канал






МЧС: на северо-западе Москве потушен пожар в бывшем производственном здании

Пилот-трансгендер* отреагировал на слухи о причастности к авиакатастрофе в США

Вдова Караченцова, актриса Поргина уехала в Дубай

В Волгограде ожидают «новые 1990-е» после ареста миллиардера Зубкова