د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله له نیپال سره سیالي لري
افغانستان تېره جمعه د دغو مسابقو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه بنګلهدېش ته وبایلله او پرون یې د سریلانکا پر وړاندې خپله دویمه لوبه هم وبایلله.
افغانستان په بيB ګروپ کې له بنګلهدېش، سریلانکا او نیپال سره یوځای دی. په اېA ګروپ کې د پاکستان، متحده عرب اماراتو، هند او جاپان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې برخه لري.
د متحده عرب اماراتو په کوربه توب په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې شاملې دي او دا سیالۍ تېره جمعه پیل شوي چې پایلوبه به یې د لیندۍ یا قوس پر ۱۸مه وي.