Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

سوریه کې د یاغي ډلو ناڅاپي پرمختګونه؛ ترکي او امریکايي چارواکو پرې خبرې کړي

0
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د یاغي ډلو له‌خوا د ناڅاپي پرمختګونو په باب له خپل امریکايي سیال سره پرون یکشنبه خبرې وکړې.


هاکان فیدان ویلي، هېواد یې په جګړه ځپلې سوریه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د اقداماتو ملاتړ کوي.


د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، فیدان له انټوني بلېنکن سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، ترکیه د هر هغه تحول مخالفه ده چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو سبب کېږي او د هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې په سوریه کې کړکېچ راکموي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د سوریې د رژیم او د هغه د اپوزیسون ترمنځ باید سیاسي پروسه نهايي شي چې په سوریه کې سوله او ثبات یقیني کړي.


هغه ویلي، انقره به هیڅکله د ترکیې یا هم د سوریې د ملکیانو په وړاندې تروریستي فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي.


دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د سوریې یاغیانو او د هغوی متحدانو چې ترکیه یې ملاتړ کوي، تېره اوونۍ خپل پراخ عملیات پیل کړل چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.


دغو یاغیانو، ولسمشر بشارالاسد ته له وفادارو ځواکونو د سوریې دویم لوی ښار حلب ونیوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ана Иванович

Футболист Швайнштайгер и теннисистка Иванович расстались два месяца назад






В Госдуме рассказали, кто в 2025 году может получить льготы на оплату ЖКУ

Индекс Московской биржи IMOEX2 растет: показывает +0,33% на утренней сессии

Синоптики спрогнозировали жаркие выходные в Москве и области

Аксаков: «Правительство сейчас осторожно подходит ко льготным ипотечным программам»