Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار وشو

0
امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.


دغو څلورو هیوادونو نن سهار دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په سوریه کې تحولات له نږدې څاري.


دغو هېوادونو همدارنګه د تاوتریخوالي د کمولو او له ټولو لوریو څخه د ملکیانو او بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې غوښتنه وکړه.


په بیان کې ویل شوي چې د کړکېچ اوسنی زیاتوالی یوازې د سوریې په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۵۴ نمبر پرېکړه‌لیک سره سم د سیاسي حل پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.


۲۲۵۴ پرېکړه‌لیک چې په ۲۰۱۵م کال کې د سوریې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا تصویب شو، د کړکېچ د سیاسي حل او د یوه ټولشموله او غیر فرقه‌یي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي.


د هیئت التحرير الشام په نوم ډله چې امريکا او ګڼ هېوادونه يې یوه ترهګره ډله بولي او متحدانو يې د چهارشنبې په ورځ د سوريې په شمال لوېديځ کې ناڅاپي بريدونه پيل کړل او د حلب ښار په ګډون يې د دې سيمې ځينې برخې ونيولې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Павлюченкова о том, что Рублев рассказал о депрессии: «В 27 лет проходила через похожую ситуацию. У меня была легкая депрессия, ужасные, темные мысли»






В Москве пройдет фестиваль, который станет площадкой для 30 начинающих артистов

Лечение Отара Кушанашвили от рака оплатил Леонид Слуцкий

В Касимове краеведы и исследователи обсудили историко-археологическое наследие Мещерского края

Справедливость восторжествовала? Суд вернул Ларисе Долиной квартиру в Москве