Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د نولس‌کلنو اسیا جام؛ سریلانکا د ۱۳۱ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه

0
د نولس‌کلنو ځوانانو د اسیا جام په ترڅ کې نن شنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه افغانستان له سریلانکا سره سیالي وکړه، چې د ۱۳۱ منډو په تفاوت یې وبایلله او په اسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شول.


دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، سریلانکا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه.


د سریلانکا توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۴۳ منډې یې وکړې.


د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې شارجن شنمګناتن ۱۰۲ او پولینډو پرېرا ۵۳ منډې وکړې.


په افغان توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر ۳، عبدالعزیزخان، نصرت نورستاني، نصیرخان او محبوب خان یوه یوه وېکټ واخیسته.


افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې ۲۸.۲ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او ۱۱۲ منډې یې وکړې.


په‌‌دې سیالۍ کې هيڅ افغان توپوهونکی ونه توانید چې نیمه‌‌سلیزه ووهي، یوازیني مخکښ منډه جوړونکي نظیف‌‌‌الله امیري او حمزه علي‌خېل و چې په ترتیب سره یې ۳۳ او ۳۲ منډې وکړې.


سریلانکا ته پروین منیشا ۳ او راجیت کومار، ویرن او ویهاس دوه دوه لوبغاړي وسوځول.


دا د اسیا جام په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله‌‌‌پسې دویمه سیالي ده چې ويې بایلله او په‌‌دې سره په دې سیالیو کې له مخکې تګ هم پاتې شول.


افغان لوبډلې لومړۍ سیالي بنګله‌‌دېش ته بایللې وه او ټاکل شوې ده چې خپله وروستۍ سیالي د ډسمبر په ۳یمه نېټه له نیپال سره ترسره کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Теннисистка Андреева выбыла из топ‑10 мирового рейтинга WTA






Специалист Бархота: мошенники могут научиться обходить запрет на выдачу кредита

Путин: отношения РФ и Мьянмы развиваются поступательно

В Подмосковье на видео сняли горящую на шоссе "Газель"

В Подмосковье пресекли продажу нелегальных сигарет на 225 млн рублей