Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د "دایمنډ ۲" په نوم د افغان هنرمندانو د موسیقۍ فیسټیوال جوړ شو

0
د کاناډا ټورنټو ښار، د شنبې په ورځ ناوخته د "دایموند ۲" په نوم د افغان هنرمندانو د موسیقۍ د فیسټیوال کوربه و.


دغه فیسټیوال په کاناډا کې د فرهنګي فعالانو او د پروګرامونو د تنظیمونکو مصطفی سامي او رامین منصور په نوښت جوړ شوی و، چې شاوخوا ۳۰ افغان هنرمندانو په‌کې برخه اخیستې وه.


له اروپايي هېوادونو، امريکا او کاناډا څخه د موسيقۍ د بېلابېلو سبکونو ګډونکوونکو افغان هنرمندانو، چې په دغه فيسټيوال کې برخه اخيستې وه، د دا ډول فيستيوالونو جوړول د هنر د ستاينې او د افغاني موسيقۍ د ژوندي ساتلو په برخه کې اړین بولي.


نامتو افغان سندرغاړې او د دغه فیسټیوال یوې ګډونوالې پرستو مهریار ازادي راډيو ته وویل: "پخوا به هم هر کال داسې اوارد شوګانې تر سره کېدې، خو د ځینو ستونزو له امله ودرېدې، خو په‌دې وروستیو کې د رامين منصور پروډکشن، نوي او پخواني هنرمندان راغواړي او د هغوی هنر ته لکه څنګه چې لازم ده درناوی کوي، ترڅو په افغانستان کې د موسیقي هنر له منځه ولاړ نه‌شي، زه دلته د یو پخوانۍ هنرمندې په حیث، چې عمر مو په‌‌دې لاره کې تېر کړی راغلې یم."


په دغه فیسټیوال کې یوشمېر نویو او تجربه لرونکو هنرمندانو ته د هغوی د هنري کارونو د ستاینې په موخه جایزې هم ورکړل شوې.




د جایزې ګټونکي وايي، دا کار د دې لامل کېږي چې د موسیقۍ هنر په لا ډېر قوت او مسوولیت سره خلکو ته وړاندې کړي.




داوود حنیف یو له هغو هنرمندانو څخه دی چې په‌دې فیسټیوال کې یې جایزه ترلاسه کړې.


هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه د دوی منندوی یم، ما ته يې د اتڼ پاچا لقب راکړ، پخوا په افغانستان کې داسې د جایزو ورکولو مراسم لږ و، خو نن د افغانستان د هنر دښمنان داسې خبرو ته لمن وهي، موږ راویښیږو، قوت اخلو، موږ د خلکو پر وړاندې مسوول یو، ځکه هنر یوازې زمونږ نه‌‌دی، د خلکو دی او زموږ د کلتور یوه برخه ده."


افغان سندرغاړي او کمپوز جوړونکي عبدالله نوابي شادکام چې ده هم د دغه فیسټیوال جایزه ګټلې، ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول غونډې او د فسټیوالونو جوړولو ته درناوی کوو او قدر يې لرو. نه یوازې زما لپاره بلکې د ټولو او په ځانګړې توګه د ځوانو هنرمندانو پام دې ته واړول شو، چې په جلاوطنۍ کې د دې زمینه برابره کړو، چې موسيقي مو له‌منځه ولاړه نه‌شي، کله چې غږ پورته کوو دا په‌‌دې مانا دی چې زموږ غږ نه‌شي غلی کولی."




د "ډایمند" لومړی فیستیوال د ۲۰۱۹ کال د جون په ۸مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترسره شو.


د "ډامند ۲" فیستیوال په‌‌داسې حال کې له افغانستانه بهر ترسره کېږي، چې د موسیقۍ هنر او هنرمندان په افغانستان کې دننه په خورا بد حالت کې دي.


د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو سم‌دستي په موسیقۍ بندیز ولګاوه او ان د موسیقۍ وسایل يې مات او وسوځول.


د طالبانو حکومت موسیقي حرامه ګڼي، په رسنیو او په ښاري موټرو کې یې هم د موسیقۍ غږول منع کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анастасия Павлюченкова

Павлюченкова проиграла Вондроушовой на старте турнира в Аделаиде






Российские учёные улучшили метод оценки успешности трансплантации

С начала весны почти на 2 месяца в Краснодаре полностью закроют движение транспорта на Московской

В Петербурге с фасада Генконсульства Польши сняли флаг

10 систем управления проектами в 2025 году. Кто выжил, а кто вышел из игры