Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د طالبانو په زندان کې پر منيژې صديقې د ډله‌ييز جنسي تيري ادعا؛ دا پېښه ټکان ورکوونکې بلل شوې

0
د ښځو د حقونو د فعالې منيژې صديقي هغه ادعا، چې وايي د طالبانو په زندان کې پرې ډله‌ییز جنسي تيرى شوى، د يوشمېر فعالو او معترضو ښځو سخت غبرګونونه يې راپارولي دي.




له هغه وروسته چې معترضې منیژې صدیقي، له آمو ټلوېزیون سره چې له افغانستانه بهر فعالیت کوي په یوه مرکه کې ویلي چې، یو ځل د ملي امنیت په " ۴ رياست" کې او بل ځل د "څرخي پله زندان" کې پرې د طالبانو له لوري جنسي تېری شوی، معترضې ښځې او د ښځو د حقونو فعالین دا پېښه ټکان ورکونکې بولي.


دوی وايي چې، دا وضعیت د هغو جدي ستونزو ښکارندويي کوي چې افغان ښځې ورسره مخامخ دي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.


د دې پېښې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ اعتراضونه شوي او د طالبانو د ځواب ويلو غوښتنه شوې ده.


آزیتا نظیمي، چې یوه خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله ده، ازادي راډيو ته يې وویل: "دا لومړۍ پېښه نه‌ده چې د افغانستان ښځې د طالبانو زندانونو کې شکنجه کېږي او جنسي ازارېږي، په افغانستان کې ظلم او جنایت دوام لري، نړیواله ټولنه تل په‌دې اړه خاموشه پاتې شوې او د افغان ښځو غږ یې نه‌دی اورېدلی. زموږ غوښتنه له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو دا ده چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي."




رقیه ساعي، چې یوه بله معترضه ښځه ده او مخکې یې هم د طالبانو په زندانونو کې د بد چلند او جنسي ازار په اړه خبرې کړې وې، د منیژې صدیقي د ادعا په تړاو وویل: "د منیژې صدیقي وروستۍ څرګندونې واقعاً ټکان ورکوونکې او وېروونکې دي. سره له‌‌دې چې نورو کسانو هم مخکې د طالبانو د جنایتونو په اړه خبرې کړې وې، خو د طالبانو د فشار، کورنۍ او ټولنې له امله ډېری خلک چوپ پاتې کېږي. دا ګام چې منیژې اخیستی، د ظلم پر وړاندې یو ستر مبارزه ده."




دا په‌‌داسې حال کې ده چې منیژې صدیقي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دې څرګندونو وروسته ورته ګواښوونکي پیغامونه لېږل شوي او هغه د فشار لاندې راوستل شوې ده.


خو هغې دا په ډاګه نه‌‌کړه چې څوک یې ګواښي.


هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې، د زندان د شکنجو له امله یې جدي فزیکي ستونزې پیدا کړې دي، همدارنګه، د هغې مور ته رواني ستونزې پيدا شوي او د هغې پلار یوه لاس له کاره لوېدلی.


اغلې منيژه له نړیوالې ټولنې غواړي چې طالبان ځواب ويلو ته اړ کړي او عدالت تامين کړي.




منیژه صدیقي د تېر کال د میزان په ۱۶مه د "د ملا هبت‌الله اخندزاده د عکس شلولو، له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو او "د طالبانو ضد جبهو سره د تړاو" په تور شپږ میاشتې د طالبانو په بند کې وه.


هغې د ښځو د بېلابېلو خوځښتونو په لاریونونو کې ګډون کړی و.


و موغوښتل د دې ادعاو په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون وپوښتو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډيو ته ځواب ورنه‌کړ، خو طالبانو حکومت مخکې ورته ادعاوې رد کړي.


له‌‌دې مخکې هم ځینو ښځو چې د طالبانو له زندانونو خوشې شوې وې، ورته ادعاوې کړې وې.


نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو د کنټرول لاندې زندانونو کې د ښځو او نجونو د جنسي تيري او ازار په اړه راپورونه ورکړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Мэдисон Киз

Киз получит 2,2 миллиона долларов за победу на Australian Open






Температура воздуха в Москве побила рекорд 1914 года для 27 января

В России сертифицировали дорожную камеру с шумомером

Здание научно-исследовательского института обновили на юге Москвы

Путин в телеграмме поздравил Лукашенко с переизбранием на пост президента