Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

طالبان: په بدخشان کې د کوکنارو د کښت په تور نیول شوي ۱۳۰ کسان محکمې ته معرفي شوي

0

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت په تور نیول شوي ۱۳۰ کسان یې محکمې ته معرفي کړي دي.

د طالبانو حکومت په یو عملي اقدام کې دا ځل د بدخشان ولایت له بېلابېلو ولسوالیو تر ۱۳۰ زیات بزګران نیولي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله امیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دا شمېر بزګران یې د کوکنار د کښت په تور په بالفعله توګه نیولي دي.

هغه وايي: "دوی ځکه نیول شوي چې له اوامرو یې سرغړونه کړې او د نشه‌یي توکو (کوکنارو) پر کښت یې اقدام کړی او بالفعل یې د همغو کروندو او ځمکو له سره نیول شوي، دوی د همدې مرکزي ولسوالیو لکه ارګو، یفتل، کشم او بهارک او ځینو نورو ځایونو دي او محکمې ته ور پېژندل شوي دي."

خو د نیول شویو بزګرانو ځینې خپلوان بیا وایي، دوی له مجبوریته او اقتصادي ستونزو او بدیل کښت نه لرلو له امله د کوکنارو کښت ته اړ شوي دي.

د یفتل ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "اوه کسان یې یوازې د یفتل د اوومې ناحیې له ګرګشان سیمې نیولي چې ټول یې بزګران دي او مرکز ته یې انتقال کړي. مخکې جمهوریت نظام اکثرو خلکو او ځوانانو کار او دندې درلودې، خو اوس ټول خلک بې‌کاره او اقتصادي ستونزې لري مجبوره دي او د دې توکو کښت ته یې مخه کړې، دوی خو بې‌طرفه او عام بزګران دي باید (د نیولو پر ځای یې) ورته پوهاوی ورکړل شي، د کار زمینه ورته برابره یا هم د نورو کرنیزو محصولاتو د کښت بدیل ورکړل شي."

د بدخشان ولایت ځینو نورو طالب چارواکو د باختر خبري اژانس په ګډون ځینو نورو رسنیو کې نیول شوي بزګران د یفتل پایین، بهارک، درایم اوجرم ولسوالیو اوسېدونکي بللي دي.

د درایم ولسوالۍ یو بزګر عبدالرحمن بیا وایي، سږ کال یې په شل جریبه ځمکه کې یې کوکنار کرلي، خو دی یې هم دلیل بد اقتصادي وضعیت بولي.

هغه وویل: "سږ کال مې شل جریبه ځمکه کې کوکنار کرلي او نور به هم وکرم، کاروبار نه‌شته، یوه کوټه ماشومان لرم نو څنګه وکړم، د هغوی خواړه څنګه پیدا کړم، تېر کال یې ټول راچپه کړل، خو یو څه تریاک مې ترې ټول کړل، د یو پاو تریاکو پیسې زما لپاره د سل منو غنم پیسې پوره کوي، نور چاره نه لرم، له بل چا مې ځمکه اخیستې او کوکنار په کې کرم."

دا بزګران او خپلوان یې داسې وخت د بدیل کښت د نشتون ادعا کوي چې بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، له وړاندې په دغه ولایت کې پر ټولو بزګرانو هېنګ، غنم او د ځینو نورو غلو او کرنیزو محصولاتو تخمونه وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یا یواین‌اوډي‌سي (UNODC) د لېندۍ په ۸ مه خپور کړي راپورکې ویلي، په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۴م کال کې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د "یواین‌اوډي‌سي" په ټکو، د طالبانو د مشر د بندیز سربېره، افغانستان کې سږ کال ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوي دي.

راپور کې راغلي، پروسږ کال د یوه کیلو ګرام تاریاکو بیه ۴۴۰ امریکايي ډالره وه، خو سږکال د یوه کیلوګرام تاریاکو بیه ۷۴۰ امریکايي ډالرو ته پورته شوې ده، له همدې امله بزګرانو او مافيايي ډلو له‌‌‌‌دې لارې ۲۶۰ ميلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

وړاندې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ویلي، سږ کال د کوکنار د کښت جغرافیایي مرکز له هلمنده، بدخشان ولایت ته انتقال شوی دی.

د طالبانو د حکومت مشر ملاهبت‌الله اخندزاده په ۲۰۲۲م کال کې په یوه فرمان کې په افغانستان کې د نشه‌‌‌يي توکو پر کرلو، قاچاق او خرڅلاو بندیز ولګاوه.

د دغه فرمان په صادرېدو طالبانو په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د کوکنارو د کښتونو د له‌منځه وړلو عملیات وکړل چې په بدخشان ولایت کې یې په غبرګون کې اعتراضونه هم وشول او د راپورونو له‌‌مخې، د طالبانو له‌‌خوا اعتراض کوونکو باندې په ډزو کې یو شمېر کسان ووژل شول او یو شمېرهم ټپيان شول چې د ارقامو په اړه یې بېلابېل معلومات وړاندې شوي وو، خو د طالبانو حکومت هغه مهال نه وو تايید کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Джокович: Это был один из самых эпичных матчей, которые я проводил






Mash: кандидату в депутаты от ЛДПР грозит десять лет колонии за таран машины ДПС

«Евгений Онегин» на основной сцене Театра им. В.В. Маяковского

Суд продлил арест фигурантам дела об афере с квартирой Ларисы Долиной

Смех сквозь клипы: «Юмор FM Чарт» открывает новый сезон на МУЗ-ТВ