Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو مشر په انستیتیوتونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه

0
د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سه‌شنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انستیتیوتونه بند شي.


د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده دا امر پرون (دوشنبې) د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړ.


په هغه غونډه کې، چې دا پرېکړه په‌کې اعلانېده، یوه حاضر ډاکتر د نوم د نه ښودلو په شرط بېګاه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت د طبي انستیتونو ټول مشران وزارت ته وربللي وو او د خپل مشر نوی مکتوب یې ورته اعلان کړ.


هغه ويلي: "موږ د افغانستان د ټولو انستیتیوتونو ټول ريیسان د عامې روغتیا وزارت ته غوښتل شوي وو، مجلس په‌دې خاطر و چې د امیرالمومنین کوم فرمان و چې باید موږ ته ابلاغ شي، په هغه کې ویل شوي وو چې په خصوصي او دولتي انستیتیتونو کې دې نجونو ته طبي زده‌کړې وځنډول شي او یا دې بیخي ودرول شي."


دا پرېکړه یوازې څو ورځې وروسته له‌‌دې اعلانیږي چې طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې د ماشومانو د کلیوالي ټولګیو د بندېدو امر وکړ.


دا ټولګي، چې شمېر یې لسګونو زرو ته رسیږي، د یونېسف له لوري تمویلېږي.


په ټول هېواد کې ۱۶۴ رسمي خصوصي او په کابل کې د غضنفر مرکزي انستیتیوټ تر څنګ ۱۰ ولایتي دولتي انستېتیوټونه پر کار بوخت وو.


یوه بل ډاکتر هم د نوم د نه څرګندولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې، په خصوصي انستیتیتونو کې ۶۰سلنه زده‌کوونکې نجونې دي، ځکه چې هغوی په نورو برخو کې له زده‌کړو محرومې شوې وې نو ټولو د نرسنګ، قابله‌ګۍ او غاښونو په‌‌‌شان طبي زده‌کړو ته مخه کړې وه.




ياد ډاکټر وويل: "داسي پرېکړه وشوه چې نور په دغو رشتو کې چې قابله‌ګي ده، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په ټولو انستیتیوتونو کې د نجونو محصلانو په شمولیت او درسونو بندیز دی."


ده د طالبانو د دې پرېکړې اقتصادي تاوانونو ته په اشارې زیاته کړه: "په اقتصادي لحاظ د دوی د برق بیل، کرایې، معاشونه، فیسونه، ځینې نور مصرفونه، مالیه، د ښاروالۍ ټکسونه وسنجوئ، دا ټول د نجونو په فیسونو برابرېدل، په افغانستان کې ۱۶۴ انستیتیوتونه دي او په هر یوه کې له ۴۰ تر ۵۰ پورې ښځینه استادانې وې چې ټول به له معاشونو بې‌برخې شي نو واقعاً غټ اقتصادي تاوان دی."




دا پرېکړه په داسي وخت کې اعلان شوه چې په ګڼو طبي انستیتونونو کې سبا او بل سبا د نجونو د سمستر امتحانونه پیلیدل.


د دغو انستیتیتونود بندېدو د پرېکړې لپاره په بللې غونډه کې دوو نورو حاضرو ډاکترانو وویل چې، دوی د طالبانو د روغتیا وزارت له مرستیال څخه وغوښتل چې پوښتنو ته یې ځواب ووايي، خو هغه ورته وویل چې دا د دوی د امیرالمومنین پرېکړه ده او په‌‌‌دې کې خبرو او پوښتنو ته ځای نه‌‌شته.


د دوی په خبره چې ورته ويل شوي، دا اخري فیصله ده او په‌دې اړه خبرې د ټولو له صلاحیته لوړې دي.


ډاکترانو غوښتل وپوهیږي چې دا بندیز به تر کله وي خو ځواب یې ترلاسه نه‌کړ.


طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه منع کړې، بیا یې د هغوی پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анна Блинкова

Анна Блинкова вышла во второй круг турнира в Лиможе, где сразится с Лепченко






«Есть, что показать»: Путин назвал Москву одним из лучших мегаполисов мира

"ЧАС ПИК": СПЕЦOПЕРАЦИЯ РОССИИ В СИРИИ. "ЧАС ПИК" ЛУЧШЕ, чем "час ниц". Взаимосвязь с делом Владислава Листьева. Россия, США, Европа могут улучшить отношения и здоровье общества?

Врач Кардашова: при запущенных формах цирроза печени возникают осложнения

двумя конями мат не ставится