Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

محمودخان اڅکزی: طالبان دې د سيمې د امنيت لپاره لويه جرګه راوغواړي

0
د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په هدف د یوې لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې.


ښاغلي اڅکزي پرون د خپل پلار ولس‌پال سیاستوال عبدالصمدخان اڅکزي د ۵۱ تلین په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د سیمې د امنیت لپاره دې په افغانستان کې یوه لویه جرګه راوغواړي او وروسته دې له پاکستان سره یوه ورته جرګه جوړه کړي.


د طالبانو حکومت تر اوسه په‌‌دې اړه څه نه‌‌دي ویلي.


ښاغلي اڅکزي همداراز وویل، د پاکستان پوځ باید په سیاست او ملکي چارو کې د لاس‌وهنو پرځای د امنیت ټینګښت ته پام وکړي.


د پاکستان پوځ تر اوسه د محمودخان اڅکزي د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له‌‌دې مخکې یې په سیاسي چارو کې د لاس‌وهنې تورونه رد کړي دي.


د پاکستان پوځ ادعا کوي چې وسله‌‌‌والې ډلې د پاکستان پر قلمرو د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.


د طالبانو حکومت دا ادعاوې بیا بیا رد کړي او ویلي یې دي چې، په پاکستان کې دېره د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله‌‌وال د افغانستان په حملو کې لاس لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анна Блинкова

Теннисистка Блинкова вышла в парный финал турнира в Остине






В немецком Мангейме автомобиль въехал в толпу

РФС и УЕФА обсуждают возвращение российских клубов в еврокубки

В Санкт-Петербурге вынесли приговор женщине-сутенёру

Одноклассники выпустили шоу о здоровом преображении