Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

پوتین او اردوغان: د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده

0
د روسیې او ترکیې ولسمشرانو، ولادمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده.


دواړو ولسمشرانو پرون سې شنبې پرټیلفون خبرې وکړې.


د اردوغان له دفتره پرون سې شنبې په خپره شوې اعلامیه کې غوښتنه شوې چې سوریه باید د پراخې بې ثباتۍ یوه سرچینه نه‌شي.


د دغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په خپله ایکس پاڼه کې خپره کړې، اردوغان له پوتین سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ترکیه د دې ترڅنګ چې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته دوام ورکوي، په دې هېواد کې د یوې عادلانه او دایمي حل لارې لپاره هم هڅې کوي.


اردوغان همدارنګه ژمنه کړې چې ترکیه به د کردستان د کارګرانو ګوند، پي‌کې‌کې چې ترکیې او متحدوایالتونو هغه یو تروریستي سازمان نومولی، په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.


د هغه په خبره، دا ګوند هڅه کوي چې په سوریه کې له رامنځته شوي وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.


د ترکیې او روسیې ولسمشران وروسته له هغې په خپلو کې خبرې کوي چې د سوریې یاغیانو تېره اوونۍ په حلب کې د سوریې د رژیم پرځواکونو په حملو سره هغوی له ډېرو سیمو په شا کړل او پر هغو یې خپله ولکه ټینګه کړه.


له هغې راهیسې روسیې د دمشق په ملاتړ د یاغیانو پر مورچلو بریدونو ته زور ورکړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева покинула топ-10 рейтинга WTA, оставшись первой ракеткой России






В Тольятти продают «Девятку» с заводскими пломбами и пробегом 11 км по цене квартиры в Москве

Сбои в работе сайтов МВД произошли в России

Велодорожка протяженностью более 600 м появится в жилом комплексе в Левобережном районе

Россиянка с онкологией не может вернуться на родину из-за высоких цен