Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

آزادۍ جبهې په کابل کې د پنځو طالبانو د وژلو او دوو نورو ټپي کولو ادعا وکړه

0
د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې په پلازمېنه کابل کې یې لږترلږه پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.


دې ډلې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو چارواکی مولوي مبشر هم شامل دی.


د شوې ادعا له مخې، دا طالبان پرون ماښام هغه مهال ووژل شول چې وسله‌والو یې د امر بالمعروف وزارت د موټرو پر کاروان برید وکړ.


د آزادۍ جبهه وايي چې دا طالبان د خیرخانې مېنې د ۱۰۲ بستریز روغتون پر لور روان وو، څو له هغه ځایه د نرسنګ او قابله‌ګۍ د برخې زده‌کوونکې نجونې وباسي.


دې ډلې یوه ویډیو هم خپره کړې چې په وینا یې د عملیاتو جریان ښيي.


طالبانو تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او آزادي راډیو هم نه شي کولای چې دا ډول ادعاګانې په خپلواک ډول تایید کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина выдала тяжелый матч за полуфинал турнира в Абу-Даби






Из Омска в Ереван могут запустить прямой самолёт

Фермер из Саратовской области оценил удобство московских круглогодичных ярмарок выходного дня

Как россияне будут обслуживать свои автомобили в 2025 году: результаты опроса выявили неожиданные тенденции

РПЦ прокомментировала запрет Трампа мужчинам состязаться с женщинами в спорте