Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

آریانا سعید د ممتاز عرب نړیواله جایزه ترلاسه کړې؛ سعید: هڅه کوم چې د موسیقۍ له لارې د افغان ښځو غږ ووسم

0

د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې آريانا سعيد د "ممتاز عرب" نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو د سرغړونو په فضا کې په داسې حال کې چې افغاني ټولنه له موسیقۍ او سندرو بې برخې ده، یوې افغانې سندرغاړې نړیوال جایزه وګټله.

آریانا سعید، چې د افغانستان د هنر او موسیقۍ یو پېژندل شوی نوم او څېره ده، تازه يې په دوبۍ کې يو لړ مراسمو کې د "ممتاز عرب" په نوم معتبره جايزه ترلاسه کړې.

د افغان شځو او نجونو د حقونو دا ملاتړې افغان سندرغاړې، د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې د ښځو پر وړاندې د سختو محدودیتونو سربېره، د خپلې موسیقۍ او فعالیتونو له لارې هڅه کوي د افغان ښځو ووسي.

هغه وویل: "افغان ښځه د تعصب د حاکمانو له‌خوا له هرې خوا ځورول کېږي، خو د زخمي وجود او ټپي روح سره بیا هم نه تسلیمېږي. نن زما غږ د افغانستان د ملت غږ دی، د هغې دردېدلې ښځې غږ دی چې پر مخ یې ټولې دروازې تړل شوي. که ښوونځي او پوهنتونونه ورباندې بندېږي، خو زموږ ارمانونه به هر خنډ مات کړي. باور لرم چې موږ د افغانستان ښځې به ازادي تجربه کړو، که د سندرو له لارې وي او که په نورو برخو کې."

د عرب ډیافا نړیوال فیسټیوال هر کال په متحده عربي اماراتو کې جوړېږي او د هنر، موسیقۍ، ورزش، کلتور او په ټولنزه په برخه کې له وتلو شخصیتونو څخه ستاینه کوي.

ریانا سعید ته دا جايزه د هغې د هنري او ټولنیزو فعالیتونو او اغېزناکو پیغامونو له امله ورکړل شوې ده.

نوموړې د جمهوري نظام پر مهال د افغانانو په منځ کې د یوه پېژندل شوې هنرمندې په توګه ګڼې هنري کړنې ترسره کړې او په وینا یې د موسیقۍ له لارې مبارزه یې لا هم روانه ده.

د ښځو د حقونو ډېر فعالان نوموړی ته د دې جایزې د ورکړې هرکلی کوي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ماریا نوري ازادي راډیو ته وویل: "دا جایزه د افغانستان د ټولو ښځو لپاره یو لوی وياړ دی. دا د افغان ښځو د ځواک څرګندونه کوي، په ځانګړي ډول په دې حساسو حالاتو کې، دا جایزه د نړیوالو پام د ښځو وضعیت ته رااړوي او هر ګام په دې برخه کې ډېر ارزښت لري."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله پریسا مبارز د آریانا سعید دا بریا د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالو د پام جلبولو په برخه کې ارزښتناکه بولي.

هغې وویل: "دا د ټولو افغان ښځو لپاره ویاړ دی. په داسې حال کې چې ښځې په هېواد کې له خپلو ټولو انساني حقونو بې برخې دي، موږ داسې هڅاندې او وړ ښځې لرو چې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره په نورو هېوادونو کې کار کوي او لاسته راوړنې لري، که په هنري، ټولنه کې وي يا د ښځو د حقونو د فعالينو په ډګر کې."

آریانا سعید داسې مهال د "ممتاز عرب" نړیواله جایزه ترلاسه کړې چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوی قانون کې د ښځو غږ عورت بللی دی.

د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې پر ښځو او نجونو باندې د تعلیم، کار، او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Маск поддержал бойкот интервью Джоковичем на Australian Open






Возможен ли бунт мигрантов в России?

Андрей Фролов откликнется на «Зов русалки»

Красноярск – в Топ-10 самых экологически чистых городов России

Инвестор сможет открыть частный детский сад по льготной программе в районе Люблино