Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د پاکستان پوځ خيبر پښتونخوا کې د پنځه وسله‌الو د وژنې خبر ورکړی

0
د پاکستان پوځ وايي، امنیتي ځواکونو يې پرون چهارشنبې د دې هېواد په شمال‌لوېدیځ کې د وسله‌والو پر یوه پټن‌ځای برید کړی چې له کبله يې نښته رامنځته شوې ده.


د پوځ په خبره، په نښته کې پنځه وسله‌‌وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.


د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، برید د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې شوی دی.


د پاکستان پوځ د وژل شویو او ټپي وسله‌‌والو د هویت په اړه څه نه‌‌دي ویلي.


که‌څه هم تر اوسه په پاکستان کې مېشتو وسله‌‌والو ډلو د پوځ دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېر کې د ورته بریدونو او وسله‌والو نښتو مسوولیت په سیمه کې فعالې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌‌پي او ورته نورې وسله‌والې ډلې پر غاړه اخلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Медведев и Джокович опустились в рейтинге ATP






Владимир Ефимов: В Коммунарке создадут современное многофункциональное пространство по программе КРТ

Казначейское сопровождение с KaznaHelp

Мария Багреева: число самозанятых в Москве превысило 1,9 миллиона

Житель Волгоградской области выиграл в гослотерею «Рапидо Старт» почти 1,5 млн рублей