يونسکو د موسيقۍ اله رباب د ګډ فرهنګي ميراث په توګه پهدغه سازمان کې ثبت کړ
د ملګروملتونو فرهنګي، علمي او ښوونیز سازمان (یونسکو) پرون چهارشنبې د (ډسمبر ۴مه) په پاراګویا کې له فرهنګي میراثونو د ساتنې په ۱۹مه دولتي غونډه کې دا پرېکړه اعلان کړې ده.
پهدې غونډه کې د افغانستان د استازي سربېره، د ایران، ازبکستان او تاجکستان استازو رباب د دغو هېوادونو د موسیقۍ روح او د فرهنګي تاریخ یوه لویه برخه وبلله.
رباب د موسیقۍ هغه سنتي اله ده، چې له لرګیو او خاصو تارونو څخه جوړیږي.
رباب پهداسې حال کې د یونسکو لهخوا د افغانستان د فرهنګي میراث په توګه ثبتیږي، چې په افغانستان کې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د موسیقۍ الو غږول او د موسیقۍ اورېدل منع شوي دي.