د ناټو سرمنشي: د اوکراين زېربناو ساتلو ته لومړيتوب ورکوو
مارک روټه په بروکسل کې د ناټو د دوه دېرش غړیو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د دوهمې ورځې تر پیل مخکې خبریالانو ته وویل، غړیو هېوادو تېره شپه پر دې خبرې وکړې، چې اوکراین ته به کافي دافع هوا سیستم چمتو کوي، ترڅو پر خپلو زېربنایي تاسیساتو د روسیې د بریدونو مخه ونیسي.
دا موافقه پهداسې وخت کې شوې ده چې، روسیه له درېیو کلونو راهیسې د ژمي په درشل او د ژمي په ورځو شپو کې د اوکراین د انرژي تاسیسات په نښه کوي.