ټاکل شوې د فرانسې صدراعظم میشل بارنيه نن رسما استعفا وکړي
نوموړی وروسته تر دې رسما استعفا ته اړ شو، چې پرون له پارلمانه د باور رایي ترلاسه کولو کې ناکامه شو.
د ښاغلي بارنيه د استیضاح په غونډه کې چهارشنبه د سختدریځي کیڼ اړخه او ښي اړخه ګوندونو استازي سره یوځای شوي وو.
د میشل بارنیه د مشرتابه خلاف هغه مهال پوښتنې راپورته شوې، چې ده له رایې اچونې پرته د ځانګړي واک له لارې بودیجه وړاندې کړه.
په استیضاحیه غونډه کې له رایې ورکولو وروسته د سختدریځو ښي اړخو ملي یون ګوند مارین ليپین د بارنیه بودیجه ''زهرجنه'' توصیف کړه او د سختدریځو کیڼ اړخو مشر ژان لوک ملانشون بیا د بارنیه حکومت ړنګېدل ''حتمي'' وبلل.
د فرانسې له ټيایفیو خبري شبکې سره د خبرو پرمهال مېرمن ليپین څرګنده کړه چې لهدې پرته ''بله هيڅ چاره نهوه'' چې ښاغلی بارنیه له واکه ګوښه شي.
لهدې سره د ځینو په باور د اروپا دوهم ستر اقتصادي ځواک له نور سیاسي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.
ولسمشر امانویل مکرون تقریبا درې میاشتې مخکې بارنيه د صدراعظم په توګه ټاکلی و.
د فرانسې د جمهوري ریاست مسوولینو ویلي دي چې، نن شپه به په خپله ولسمشر مکرون د تلوېزیون له لارې ولس ته وینا وکړي، دا وینا به په سیمهییز وخت اته بجې وړاندې شي.
دا په څه باندې شپېتو کلونو کې لومړی ځل دی چې د فرانسې پارلمان د د باور رایي له لارې د دولت د سقوط سبب کېږي.