Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

امریکا د رومانیا د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې د مسکو د نفو‌‌ په اړه د پلټنې غوښتنه کړې

0

د هغو اسنادو له افشا کېدو وروسته چې ښيي رومانیا د "روسیې له‌خوا د سایبري تهاجمي اقداماتو" هدف و، د امریکا متحده‌ایالاتو د رومانیا د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې د مسکو د نفو‌‌ په اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د رومانیا د ملي دفاع عالي شورا د چهارشنبه په ورځ د ډسمبر په څلورمه هغه اسناد افشا کړل چې ښیي، دا هېواد (چې د اروپایی اتحادیې او ناټو غړی دی) د نومبر په ۲۴مه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو په ترڅ کې د بېلابېلو همغږو انلاین اقداماتو هدف و. دا انتخابات کالین جورجسکو وګټل.

د رومانیا د ملي دفاع عالي شورا په وینا ، د جورجسکو بریا په ټیک‌ټاک کې د یو همغږي کمپاین پایله وه چې احتمالاً د یو "دولت لوبغاړي" له‌خوا تنظیم شوی و.

د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو یوه اونۍ وروسته، په رومانیا کې پارلماني ټاکنې د درېیو روسي پلوه ښي اړخو ګوندونو د نفوذ د زیاتوالي لامل شوې چې شاوخوا درېیمه برخه رایې یې ترلاسه کړې، که څه هم داسې ښکاري چې اروپا پلوه ګوندونه بریالي شوي چې د یو حکومت د جوړولو لپاره کافي رایې ترلاسه کړي.

د ډسمبر په اتمه به د رومانیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې کالین جورجسکو د اروپا پلوه کاندیدې لینا لاسکوني سره سیالي وکړي.

د محرمو اسنادو له مخې، د رومانیا استخباراتي اداره باور لري چې په ټیک ټاک کې د بېلابېلو همغږو اکاونټونو، د ټیک‌ټاک له الګورتیم سره د چل ول، او نورو میتیدونو په خپلولو پراخ حضور لرلی چې د روسیې په مرسته یې ترلاسه کړې او همدې ورسره مرسته کړې چې په انتخاباتو کې مخکښ رول ولري.

دا اسناد د دې مسئلې په روښانتیا کې مرسته کوي چې څنګه د پراخو جعلي انلاین عملیاتو له لارې د جورجسکو محبوبیت چې تر انتخاباتو د مخه په سلو کې یو و، په سلو کې ۲۲ ته پورته شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، واشنګټن په رومانیا کې ټاکنې له نږدې څاري او د رومانیا له چارواکو سره به د دغه هېواد او امریکا د خلکو د امنیت ساتلو لپاره کار ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، په داسې حال کې چې امریکا د رومانیا په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي، خو واشنګټن د رومانیا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د عالي دفاعي شورا راپور اندېښمن کړی.

روسیې د رومانیا په ټاکنو کې هر ډول لاسوهنې رد کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Медведев покинул топ-5 рейтинга ATP






Место встречи Вашингтон? Что известно о переговорах Путина и Трампа. В Кремле озвучили детали

Песков: выборы президента Белоруссии были прозрачными и абсолютно легитимными

Βɜгляд иɜ Γepмaнии: Зaпaд пpοигpaeт пpοтивοcтοяниe Ροccии, Ͷpaну и Κитaю

Shot: дочь скрипача Дюранда госпитализировали после драки с одноклассницей