Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

يو شمېر افغانان د سون توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز د بیې له لوړېدو شکایت کوي

0

د ژمي موسم د نږدې کېدو او د هوا د سړېدو په درشل کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د سون توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز د بیې له لوړېدو شکایت کوي.

دوی وايي، سږ کال د دوی اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی او د سون توکو په اوسنۍ بیه نه‌شي کولای خپل کورونه تاوده وساتي یا هم د پخلي لپاره ګاز وکاروي.

شاه آغا، چې د کندز ولایت اوسېدونکی او پر یوې پښې معلول دی، وايي چې د ژمي په رارسېدو او د سون توکو د بیو په لوړېدو سره د ده اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه وویل: "لرګي قیمته شوي، ګاز قیمته شوی، مخکې یو کیلو ګاز به د ۵۲ تر ۵۵ افغانیو و، خو اوس ۶۰ افغانیو ته رسېدلی دی. همدا ستونزې دي، بل لویه کورنۍ لرم، ورځ په ورځ مو حالت خرابېږي."

مصطفی، چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، د سون توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز د لوړې بیې په اړه يې ازادي راډیو ته وویل: "کاروبار نه‌شته، ژمی هم راغی، یعنې د غریب لپاره مرګ راغی. ګاز هم قیمته شوی دی، وېرېږو چې په راتلونکو ورځو کې به نور هم لوړ شي. لرګي خو بېخي اخیستل کېدای نه‌شي. حیران یو چې دا ژمی به څنګه د دې اقتصادي ستونزو سره تېر کړو."

تر دې مخکې هم یو شمېر د کابل اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې د سون لرګیو له لوړې بیې شکایت کړی و او ویلي یې وو چې سږ کال د څېړۍ لرګیو د یو خروار بیه د ۱۳ تر ۱۴ زره افغانیو ته رسېدلې ده.

پکتیا د هغو ولایتونو څخه دی چې هر کال د کابل او نورو ولایتونو لپاره د ژمي د اړتیا وړ لرګي برابروي.

خو د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې سږ کال د طالبانو حکومت له ځنګلونو د لرګیو انتقال منع کړی دی چې له همدې امله بیې هم لوړې شوې دي.

فهیم، چې د دې ولایت یو اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته وویل: "خلک د سون توکو له پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د اوسني حکومت مسوولانو له غرونو د سون توکو راوړل بند کړي دي. مخکې یو خروار لرګي په ۶ زره افغانۍ وو، خو اوس په ۱۲زره افغانۍ دي. یو کیلو اوبلن ګاز په ۴۶ افغانۍ خرڅېده، خو اوس په ۵۰ افغانۍ دی. ډېری خلک د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولای چې خپلو ماشومانو ته سون توکي برابر کړي او خپل کورونه ګرم کړي."

دوی له طالبانو غواړي چې د سون توکو د بیو د کنټرول په برخه کې توجه وکړي او دا ستونزه حل کړي.

په کابل ښار کې د اوبلن ګاز یو شمېر پلورونکي هم تاییدوي چې له څو ورځو راهیسې د ګاز بیې لوړې شوي دي.

له دې ډلې عبدالمنصور ازادي راډیو ته وايل: "د ګاز بیه ۵ څخه تر ۶ افغانیو پورې لوړه شوې ده. اوس موږ یو کیلو ګاز په ۵۲ افغانۍ خرڅوو، مخکې مو په ۴۶ افغانۍ خرڅاوه. خلک هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د ژمي په راتګ سره د ګاز مصرف زیاتېږي او خلک مجبوره دي چې د ضرورت په اندازه ګاز واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د هوا په سړېدو سره به په افغانستان کې میلیونونه کسان له جدي ناورينونو سره مخ شي.

په راپور کې ویل شوي چې له هر څلورو کورنیو څخه یوه کورنۍ نه‌شي کولای چې د ځان لپاره کافي خواړه برابر کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د نورو ستونزو تر څنګ د سون توکو د بیو لوړېدل هم د خلکو لپاره یوه مهمه اندېښنه ده.

په وروستیو کلونو کې د بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او یا هم د کم عاید له امله ډېری خلک نه‌شي کولای چې د ژمي لپاره خپل اړین سون توکي برابر کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Алькарас: Уезжаю из Австралии с гордо поднятой головой






Минобороны сообщило о самой крупной атаке БПЛА с начала года

Мосбиржа повысила границы ценового коридора дорожающих акций «ПИКа»

Мизансцены Великой Памяти: фотограф из Башкирии показал “Вестям” редкие фото героев Победы

Анна Сидевич: куда движется рынок кейтеринга и как можно новосибирской компании развиваться в Москве